د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

Ezatullah_admin
Thu, Oct 08 2026 9:08 AM
د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله علمي میراث او مقام، بین المللي علمي ـ څېړنیز کنفرانس ته د راغلي علمي وفد د مشر ښاغلي حامد جان ایشمت بیکوف د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته د خپل سفر پر دوام نن په مزار شریف ښار کې د خیرالمدارس امام بخاري رحمه الله له نوې جوړېدونکې جامعې څخه ـ چې دا مهال یې د رغونې چارې جریان لري ـ لیدنه وکړه. ورپسې یاد پلاوي حیرتان ته نږدې د لومړني امارت د طلباء کرامو له ډله ییزې مقبرې څخه هم لیدنه وکړه او د شهداو په حق کې یې دعا وکړه. د سفر د پروګرامونو تر بشپړېدو وروسته، د اوزبېکستان علمي وفد د افغان لوري لخوا په پوره درناوي او خیر سره خپل هېواد ته رخصت شو.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM

BACK TO NEWS