علمي پروژېنور دلته
د پښتو په معاصره ادبي دوره کې د حمدیه شاعرۍ څېړنه
"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې علمي غړي نوماند څېړندوی ښاغلي سید پښتون پښتون د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یو کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "د پښتو په معاصره ادبی دوره کې د حمدیه شاعرۍ څېړنه" څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع تر سره کړه.
د نافع کابلي رحمه الله حديثي خدمات
«د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع» د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز د حديث او علوم حديث انسټیټوت د علوم حديث څانګې غړي نوماند څېړنيار احسان الله "حليمي" د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې (د نافع کابلي رحمه الله حديثي خدمات) تر سرلیک لاندې د علومواکاډمۍ د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون پر وړاندې خپله دفاعیه وړاندې کړه.
د مکي آیتونو د اسباب نزول څېړنه او ارزونه
«د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع» د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوت د اعجاز القرآن څانګې غړي نوماند څېړندوی عزیزالرحمن رحماني د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې (د مکي آیتونو د اسباب نزول څېړنه او ارزونه) تر سرلیک لاندې د علومواکاډمۍ د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاعیه وړاندې کړه. دا علمي – څېړنیزه رساله په سریزه، درې څپرکو، پایلې وړاندیزونو او د مأخذونو په لیکلړ مشتمله ده: په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید روښانه شوی دی.
په فقه او قانون کې د لقیط او لقطې د احکامو څېړل!
"د علمي- څېړنیزې پروژې دفاع " د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د فقهې او قانون مرکز د فقهې او اصول فقهې انسټیټوټ د فقهې څانګې غړي نوماند څېړندوی ضیاءالله عادل د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یو کلنې علمي- څېړنيزې پروژې (په فقه او قانون کې د لقیط او لقطې د احکامو څېړل) څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع ترسره کړه.
د مرکزي آسیا په وړاندې د روسیې او امریکا د بهرني سیاست مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې اغیزې ۱۹۹۱ ـ۲۰۱۹
«د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع» د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې پر ۳ نېټه د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه « د مرکزي آسیا په وړاندې د روسیې او امریکا د بهرني سیاست مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې اغیزې ۱۹۹۱ ـ۲۰۱۹» تر عنوان لاندې عملي څېړنیزې پروژې دفاع وړاندې کړه. دا علمي څېړنیزه رساله په سریزه، شپږو څپرکو، پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو باندې مشتمله ده،
کتابپوهنه او په پښتو کې یې د تاریخي بهیر څېړنه
"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" نېټه: ۳/ وږی/۱۴۰۳ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې غړي نوماند څېړنوال دوکتور محمد اسحق خاورین د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یو کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "کتابپوهنه او په پښتو کې یې د تاریخي بهیر څېړنه" څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع تر سره کړه.
په معاصر دوران کې د سندهـ د پښتنو فرهنګي هڅې
د پښتو څېړنو بین المللي مرکز غړي څېړنوال رحمت الله هوتک (په معاصر دوران کې د سندهـ د پښتنو فرهنګي هڅې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیزه پروژه دفاع کړه. څېړونکي په لومړي سر کې د موضوع پر ارزښت او مبرمیت خبرې وکړې. وروسته یې په ترتیب سره لومړی د موضوع پر (شالید) ورپسې یې د هند نیمې وچې له وېش (۱۹۴۷م) وروسته د سندهـ لویو ښارونو: کراچۍ او حیدرآباد ته د پښتنو د ورتګ پر بېلابېلو عواملو او د همدې بحث په وروستۍ برخه کې یې د دوو پوښتنو (آیا سندهـ مېشتو پښتنو خپل فرهنګي ارزښتونه او فولکلور ساتلی؟ او آیا د سندهـي وګړو د فرهنګ او فولکلور اغېزې پرې واردې دي او که څنګه؟) په رڼا کې یادو پوښتنو ته د ځواب په توګه ګټور معلومات وړاندې کړل.
د افغاني ټولنې د کورني مظالمو څېړنه او په حدیثو کې یې حل لارې
ښاغلي نوماند څېړندوی صالح محمد فرید د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي د یوې غونډې په ترڅ کې له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې (د افغاني ټولنې د کورني مظالمو څېړنه او په حدیثو کې یې حل لارې) تر سرلیک لاندې دفاع کړه. یاده موضوع یې په خپل ټاکلي وخت کې وړاندې کړه. د موضوع اړوندو پوښتنو ته یې د قناعت وړ ځوابونه ورکړل. د دفاع کمیسیون له خوا د نوموړي څېړونکي دفاع مثبته وارزول شوه.
د کاردیوجنیک شاک د پېښو، لاملونو، تشخیص او درملنې څېړنه
“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع” څېړونکی: څېړنوال دوکتور ضیاءالرحمن حقمل د څېړنې ځای: د جمهوریت ملي تخصصي روغتون او امیري طبي کمپلکس. د دفاع ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي علومو معاونیت د دفاع دغه غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د څېړونکي ژوند لیک، د لارښود استاد نظر او څلور تقریظونه ولوستل شول. ورپسې څېړونکي ته وخت ورکړل شو چې له علمي – څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړي.