کنفرانسونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۶
Background image

په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت

د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت په مقام کې د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل (په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت) تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. په یاد علمي - څېړنیز کنفرانس کې د مرغې لغوي پېژنده، ايټيمالوژيکي بنسټ، اشتقاقي او معنوي اوړون، تاریخي، سياسي، ټولنيزې او فرهنګي پديدې چې د مرغې سره تړاو لري، څېړل شوي دي، په ادبي برخه کې په مرغې پورې اړوند هغه لنډۍ، کاکړۍ غاړې، سروکي، شېرۍ، عام نظمونه، متلونه او اصطلاحات را ټول شوي، چې په هر ژانر کې د مرغې د يوې سيمې پورې تړلې کيسه يا پېښه ثبت شوې.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۰
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د (هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه) تر سرلیک لاندې خپل علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۳:۲۳
Background image

په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د تاریخ او اتنوګرافۍ د انسټيټوټ علمي غړی څېړندوی سیدمحمدصادق سادات (په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه) تر سرلیک لاندې علمي ــ څېړنیز كنفرانس وړاندې کړ، په یاد علمي كنفرانس کې د ثور د کودتا لاملونه په دوو برخو کې تر څېړنې لاندې نیول شوي وو، چې په کورنیو لاملونو کې د میر اکبر خیبر وژل کېدل، د محمد داود خان له لوري د خلق او پرچم ډلو د غړو نیول، په پوځ کې د ننه سیاسي ستونزې

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

بنا های تیموری نمادی از فرهنگ دوره اسلامی

سیمینار علمی تحقیقی توسط معاون سر محقق غلام حیدر کشککی عضو علمی مرکز تحقیقات باستان شناسی اکادمی علوم افغانستان تحت عنوان فوق در معاونیت بخش علوم بشری در حضور معاون بخش علوم بشری سر محقق داکتر محمد علم اسحق زی و عده‌ از محققین ارائه گردید.

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۴۲
Background image

د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړندوی بشرمل زرغون (د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. ياد کنفرانس د ملا ولیداد کاکړ د يوې ژباړل شوې منظومې نسخې ارزول و، د ملا وليداد کاکړ نسخه چې «زين الحلم» نومېږي، دا اصلاً په عربي ليکل شوی کتاب دی، ملا علي قاري هروي چې دی د هرات او په ۹۳۰ هـ ق، شاوخوا کې زېږېدلی او په ۱۰۱۴ هـ ق، کې مړ او د مکې معظمې په جنت معلی په هديره کې خښ دی.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د علمي غړيو او ارزونې هیئت په حضور کې "مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې" په سرلیک علمي – څېړنیزکنفرانس وړاندې کړ. په دې سیمینار کې په ټولیز ډول لاندېني مطالب وړاندې شوي دي:

Pagination