د اریانا مجلې تازه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۴:۲
د اریانا مجلې تازه ګڼه چاپ شوه

آریانا چې علمي، څېړنیزه او تاریخي مجله ده، د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز یې په درېیو میاشتو کې د چاپ او خپراوي ویاړ لري، دا دی د (۱۳۹۹- لومړۍ ګڼه) یې له چاپه راوتې دي.

په دې مجله کې لاندې علمي- څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي:

۱- د افغانستان د خپلواکۍ په ګټلو کې د پښتنو او بلوڅو رول/ څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدران.

۲- کارکردهای صدراعظم محمد هاشم میوندوال در عرصه سیاست داخلی کشور/ څېړنپوه نسرین امین.

۳- افغانستان و اسناد بین المللی حقوق بشر/ څېړندوی نعمت الله اخگر.

۴- توسعه و نیم نگاهی به عوامل توسعه نیافتگی افغانستان/ څېړنپوه دکتور فاروق انصاری.

۵- مرکه، ډولونه یې او په ټولنه یې اغېزې/ څېړندوی محمد داود ناظم.

۶- چگونگی اوضاع فرهنگی دوره صدارت شاه محمود خان/ څېړنوال راحله مرزایی.

۷- په افغانستان کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې تګلارې/ څېړندوی عبدالصبور مبارز.

۸- د رسنیو لپاره د خبري سوژو موندلو لارې چارې/ څېړنیار عالم جان ژمن.

۹- په ټولنیزو رسنیو کې د خصوصي حریم پر وړاندې ننګونې/ څېړنیار عبدالرحمان الکوزی.

۱۰- بررسی معاونت در ارتکاب جرایم انتخاباتی/ څېړندوی محمد موسی حاجی زاده.

د آریانا مجله چې یوه څېړنیزه او تاریخي مجله ده، د هېواد د تکړه څېړونکو، لیکوالو او د قلم د خاوندانو علمي- څېړنیزې مقالې چاپ او خپروي چې په بېلا بېلو برخو کې له علم خاوندانو سره د څېړنې په برخه کې همکاري کوي.

د علم مینه وال کولای شي یاده مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه ترلاسه کړي.

یادونه: دغه مجله د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS