د «سرتوره ابیقوره» اثر مخکتنه وشوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۸:۵۱
د «سرتوره ابیقوره» اثر مخکتنه وشوه

د ښاغلي جنید شریف د دویمې شعري ټولګې (سرتوره ابیقوره) اثر د مخکتنې غونډه د افغانستان د قلم ټولنې خوا د علومو اکاډمۍ په همکارۍ د اکاډمۍ د علامه احمد علی کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې پوهنمل ګل رحمن رحماني د کتاب پر معرفي کولو سربېره د جنید شريف ژوندلیک ولوست.
ده وويل، ښاغلي شریف په علمي ډګر کې ‌ډېر زیار ګاللی او يو شمېر آثار يې کښلی دي؛ د هغه له آثارو څخه «د جمهوریت په پلوشو کې» چې د سیاسي او ټولنیزو مقالو ټولګه ده، «په منځنۍ سویه د دري متونو یوه ټولګه» (Intermediate Dari) او «په منځنۍ سویه د پښتو متونو یوه ټولګه(Intermediate Pashto)» چې دغه دواړه کتابونه محصلينو ته د درسي کتابونو په منظور لیکلي او چاپ شوي دي.
نوموړي دغه راز د هغه نور آثار (این باد برګریز، این رقص غزل ها، د اغزو حسن تعلیله، ای واعظان شام، سرتوره ابیقوره او شهزاده کندهار) یاد کړل.
په دې غونډه کې استاد نجیب منلي، محمد انور وفا سمندر، څېړنپوه محمد نبي صلاحي، څېړندويې سمیلې احمدزۍ، څېړندویې سونیا هوتک، عصمت صالح او څېړنیار یاسر پاچا د (سرتوره ابیقوره) اثر په اړه خبرې وکړې او مقالې يې ولوستې.
دغه راز میلاد احمد حیران او څېړندویې سونیا هوتک د ياد شوي کتاب ځینې شعرونه ديکلمه هم کړل.
د غونډې په پای کې د استادانو او مېلمنو له خوا د کتاب پرانیسته وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۳
Background image

د اتنوګرافۍ څېړنيز موزیم څخه د زده کړیالانو لیدنه

د هېواد خصوصي پوهنتون زده کړیالانو د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ له څېړنیز موزيم څخه لیدنه وکړه. یادو زده کړیالانو د افغانستان د قومونو دودونه او رواجونه د اتنوګرافۍ د څېړنیز موزیم په مادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۴۰
Background image

شمارۀ 83 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

BACK TO NEWS