د پشه یي ژبې د ادبیاتو تاریخ چاپ شو!

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۴:۵۱
د پشه یي ژبې د ادبیاتو تاریخ

زموږ ګران هېواد له لرغونو او تاریخي ملتونو څخه دی چې ګڼ شمېر قومونه په کې د اسیا د لویې وچې په دې جفرافیوي خط او قلمرو کې مېشت دي، افغانستان د دې ټولو قومونو ګډ کور "افغان" یې د ټولو قومونو شریک نوم او همدې ټولو ولسونو په ګډه افغان ملت جوړ کړی دی.

زموږ د هېواد په لرغونو قومونو کې یو هم پشه یان دي چې په ختیځو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) او همدارنګه کاپیسا، بغلان او د کابل پغمان پشه یي دره کې اوسېږي.

د پشه يي ژبې ادبیاتو په اړه د ارواښاد استاد پوهنمل نور محمد غمجن دا اثر چې څلور لسیزې دمخه یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د پوهندوی علمي پوړ ته د لوړاوي لپاره لیکلی او دفاع کړی، دا کلونه کلونه چاپ او خپراوي ته سترګی په لار و.

دغه اثر د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست له خوا په (۲۶۹) مخونو کې په ښکلي صحافت د اکاډمیسین دوکتور سید محي الدین هاشمي په کتنه، سمون او زیار چاپ او خپور شوی دی. منځپانګه یې په پنځو څپرکو کې راټوله او دغه موضوعات: د پشه یانو پېژندګلوي، د پشه یانو جفرافیوي موقعیت، د پشه یانو په عمومي ژوند تحلیلي څېړنه، د پشه یي ژبې د منظومو او منثور ادبیاتو مفصله پېژندګلوي او په وروستي څپرکي کې د پشه یي ژبې د ادبیاتو د تاریخي دورو او ځینو شاعرانو لنډه پېژندګلوي راغلې ده.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-11/History%20of%20Literature%20of%20Pashayi%20Language.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS