د «اسلامي عقاید» په نوم اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۲:۴۶
اسلامي عقاید

د اسلامي عقایدو دا په زړه پوری او ارزښتمن اثر د مولانا محمد ادریس کاندهلوي مشهور کتاب (عقاید الإسلام) ژباړه ده، چې د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې مرکز غړي شېر خان حساس ترجمه کړی او د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له‌خوا په (۴۱۰) وزیري سایز مخونه کې چاپ شو. په دې اثر کې د الله جل‌جلاله د ذات او صفاتو، د نبوت او رسالت، د نازل شویو کتابونو، د قیامت د نښو نښانو، د آخرت او د صحابه کرامو رضي الله عنهم په اړه د قرآن کریم او احادیثو په رڼا کې د مسلمانانو پر عقایدو باندې ژور بحث شوی دی. د دې تر څنګ د ځینو نورو ډلو پر باطلو عقایدو هم رڼا اچول شوې او په مستندو دلایلو سره رد شوي او د هغوی شکونو او شبهاتو ته ځوابونه ویل شوي دي.

د کتاب په دویمه برخه کې د اسلامي عقایدو تکمله راغلې ده، چې په امت کې د ۷۳ ډلو د راپیدا کېدو او په دغو ډلو کې د اهل حق او نورو ډلو د عقایدو پر څرنګوالي، د هغوی په تائید او یا رد باندې په زړه‌ پورې علمي بحثونه شوي او دې موضوع ته هم اشاره شوې ده، چې کومه ډله پر حقه او کومې ډلې باطل او ناسم عقاید لري.

په وروستۍ برخه کې د لیکوال یوه بله کوچنۍ رساله (خلاصة العقاید) هم ضمیمه شوې، چې په دې رساله کې اسلامي عقایدو ته ځغلنده کتنه شوې او لوستونکی یې په ډېر کم وخت کې د اسلامي عقایدو مهم موضوعات له نظره تېرولی شي.

د اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولای شئ.

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/Islamic%20Beliefs.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS