(پر پښتو ژبه او ادب د معلوماتي ټکنالوژۍ اغېزې) اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۲:۳۱
پر پښتو ژبه او ادب د معلوماتي ټکنالوژۍ اغېزې

دا علمي څېړنیز اثر څېړندوی مطیع الله ساحل په (۱۴۰) مخونو کې لیکلی چې د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست له لوري په ۱۴۰۱ لمریز کال کې چاپ شو. یاد اثر پر سریزې سربېره څلور څپرکي لري. په لومړي څپرکي کې د موضوع پر شالید خبرې شوې دي، چې په کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د تیورۍ په برخه کې او پر ادبیاتو د دغې ټکنالوژۍ د اغېزو په اړه تر اوسه پورې تر سره شوي کارونه څرګند او ارزول شوي دي، چې کابو نهه هغه آثار چې د دې موضوع په اړه په کې لږ او ډېر معلومات راغلي معرفي شوي دي او د هغو په پېژندنې سربېره دا هم جوته شوې ده، چې د کومو دلایلو له امله لیکوال دغه موضوع غوره کړه او د هغو په پرتله دا څېړنه څومره کره او بشپړه ده. په دویم څپرکي کې لومړی پر عمومي عنوان ((د معلوماتي ټکنالوژۍ معرفي او سیمې ته یې د راتګ څرنګوالی)) باندې لنډې خبرې شوي او ور پسې د معلوماتي ټکنالوژۍ پېژندنه شوې، بیا د نړۍ او هېواد په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ ډولونه ښودل شوي، په وروستۍ برخه کې یې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر پيدایښت او پایښت خبرې شوي چې یاده ټکنالوژي په ځانګړې توګه کمپیوټر، انټرنټ، راډيو، ټلوېزیون... په نړۍ کې څنګه او څه وخت رامنځته شوي او څنګه یې پرمختګ کړی دی، کله زموږ ګران هېواد افغانستان ته راغلې ده او دلته یې د پایښت بهیر څېړل شوی دی. درېیم څپرکی چې د موضوع مهمه او اصلي برخه ده، لومړی له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه په پښتو ژبه او ادب کې د ګټې اخيستنې په پیل او څرنګوالي خبرې شوې دي، چې له یادې ټکنالوژۍ څخه په پښتو ژبه او ادب کې له څه وخت راهېسې ګټه اخیستل پیل شوې دي، چې پیلامه د چاپ له ماشین څخه شوې او تر انټرنټ، فېسبوک او نورو ډولونو پورې پرې خبرې شوې دي، ورپسې د ادبیاتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړیکې څېړل شوې دي، چې په دې برخه کې له منظوم او منثور ادب سره د معلوماتي ټکنالوژۍ اړیکې جوتې شوې دي. همدارنګه د دې تر څنګ ژورناليزم چې له ادبیاتو سره مستقیمه اړیکه لري او له دې لارې پښتو ژبې او ادب ته تر اوسه ډېر کار شوی دی، نو ځکه مو دلته د ژورناليزم او معلوماتي ټکنالوژۍ پر اړیکو هم لنډې خبرې کړې دي. همد راز پر دې سربېره په دې څپرکي کې پر پښتو ژبه او ادب د معلوماتي ټکنالوژۍ اغېزې روښانه شوې دي، چې لومړی یې مثبتې اغېزې ښوول شوي او ورپسې په منفي اغېزو خبرې شوې دي. په څلورم او وروستي څپرکي کې بیا په دیني، کلتوري او ټولنیز لحاظ د همدغې ټکنالوژۍ منفي اغېزې بیان شوې دي او د هغو مخنیوي لپاره مناسبې او عملي طرحې وړاندې شوې دي او بیا یې د مخنیوي لپاره لارې چارې ښودل شوې دي. په پای کې یې پایله وړاندیزونه او اخځلیکونه هم راغلي دي

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۷۹ مه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي،. . .

BACK TO NEWS