کنفرانسونه
د نورستان په فوکلوري سندرو کې د ځينو عناصرو د انعکاس څېړنه «علمي- څېړنيز کنفرانس»
د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ د «د نورستان په فوکلوري سندرو کې د ځينو عناصرو د انعکاس څېړنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. دغه کنفرانس چې د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۹لمريز کال د سنبلې په ۳۱مه ترسره شو، په کې لسګونو د علومو اکاډمي پوهانو او څېړونکو ګډون کړی وو. اغلې نورستانۍ د يادې موضوع په اړه وويل:
د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې
«علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کابل: د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې د اغېزو تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۱۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیا له خوا وړاندې شو. د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه د هند او پاکستان د نظامي سیالیو د لاملونو او مختلفو اړخونو څېړل، د سیمې د هېوادونو او افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو د یادو سیالیو د اغېزو روښانه کول او د زیانونونو د مخنیوي په موخه یې د حل لارو وړاندې کول و. د کنفرانس په پایله کې ثابته شوه چې د هند ا
