کنفرانسونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۵۴
Background image

د شینوارو د هسکې مېنې د ځینو ولسي دودونو څېړنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړې څېړندویې خاطرې شینوارې د کب په ۲۳مه د شنبې په ورځ «د هسکې مېنې د شینوارو د ځینو ولسي دودونو څېړنه» تر سرليک لاندې خپل علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

فمینیزم او پښتو ادب

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړې څېړندويې بي بي فضيلې احمدي د «فمینیزم او پښتو ادب» په نوم علمي- څېړنيز سيمينار د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ وړاندې کړ. هغې وويل:

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۰:۴
Background image

د کامګار خان خټک د شاعرۍ دیني اړخ

«علمي- څېړنيز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمې غړې څېړندويې سونيا صميم هوتک «د کامګار خان خټک د شاعرۍ دیني اړخ» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب په ۱۶مه د شنبې په ورځ وړاندې کړ. نوموړې لومړی د کامګار خان خټک پېژندنه او بیا يې د هغه د شاعرۍ دیني اړخ په لاندې پنځو فرعي برخو کې تشريح کړ:

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۰:۲
Background image

د بودا د فلسفي نظریاتو اخلاقي ارزونه علمي-تحقیقي کنفرانس

د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو د مرکز د فلسفې او ټولنپوهنې انستیتوت علمي غړي څېړنوال عبدالضابط ځدراڼ «د بودا د فلسفي نظریاتو اخلاقي ارزونه» په نوم علمي ـ تحقیقي کنفرانس د ۱۳۹۹کال د کب په څلورمه وړاندې کړ. په پيل کې څېړونکي د کنفرانس مبرمیت او هدف روښانه کړ او د بودا د لنډې پېژندنې او د هغه د فلسفې نظریاتو له بیانولو څخه وروسته وویل: د بودا ټول نظریات او هڅې په دې باندې متمرکزې دي چې انسان له درد او غم څخه خلاص شي او د یوه باسعادته ژوند څښتن شي. د باسعاده ژوند لپاره یې د هغه اته ګونې لارې او نور نظریات تر ارزونې لاندې ونیول شول.

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول

د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو انستیتوت علمي غړي څېړنوال بخت محمد بختیار له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پر مهال وویل: په سيمه او نړۍ کې د افغانستان حساس او ستراتيژيک اهمیت ته په کتو، له تروريزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د بین المللي ټولنې پراخ حضور، د افغانستان په اړه د ګاونډیو، د سيمې او نړۍ هېوادونو او لویو قدرتونو متضادې او شخړه ييزې ګټې او همدارنګه د بهرني سیاست په هکله د کارپوهانو او د نظرخاوندانو مختلف ليدلوري او نظریات، د افغانستان د بهرني سیاست ماهیت موضوع پېچلې او ستونزمنوي.

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۹:۳۸
Background image

د شاک ډلبندي او له ناروغانو سره یې د مرستو لارو چارو څېړنه «علمي- څېړنیز کنفرانس»

«د شاک ډلبندي او ناروغانو سره یې د مرستو لارو چارو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر ضیاءالرحمن حقمل له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل: شاک؛ د حجرو او انساجو د هایپوکسیا حالت دی چې د اکسیجن د انتقال (Delivery) د کموالي، د اکسیجن د مصرف د زیاتوالي او یا هم د اکسیجن د ګټې اخیستنې د خرابوالي له امله په حجروي سطحه د پرفیوژن د کموالي په رامنځته کولو سره، پېښېږي، که چېرته په جدي ډول بې له ځنډه (په لومړیو څو ساعتونو کې) په سمه توګه تشخیص، ډ‌لبندي او تر درملنې لاندې ونه نیول شي، نو د حیاتي غړو د دندو د خرابوالي (End organ damage) او مړینې لامل ګرځېدلای شي. له بله اړخه تر ټولو مهمه دا ده چې معالج کسان ژر تر ژره بې له ځنډه درملنه پیل کړي او د قطعي درملنې د پیلولو لپاره کوښښ وکړي چې د وخت له ضایع کولو څخه پرته لامل پیدا او د شاک په له منځه وړلو سره د بېلابېلو غړو د دندو د خرابوالي او مړینې څخه مخنیوی وکړي، نو ځکه د شاک د ناروغانو ډلبندي او درملنه یوه مهمه او مبرمه موضوع ده.

Pagination