غونډې

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د ماشومانو لپاره د لسو چاپ شويو اثارو مخکتنه وشوه

د مصور بنسټ له خوا د ماشومانو لپاره د لسو چاپ کړل شويو آثارو مخکتنه نن په علومو اکاډمي کې ترسره شوه. په دې کتابونو کې ۸ د کيسو او ۲ شعري مجموعې دي. دوه يې ژباړل شوي او اته نور يې پنځول شوي دي. د دې رنګه اثارو ليکوال ۹ يې ښځې او يو یې نارینه دی. د دې کتابونونو نومونه دا دي: توره سپوږمۍ، ښاپېرۍ او غاټول، پښتو الفبا، شتمنې پیشوګانې بنجاره، بلمنګه ګیدړه، مرغۍ او لمرګلی، ورو او ستوری، شهزاده او خیاط او شنه پاڼه او سره مماڼه. د يادو شويو کتابونو د مخکتنې غونډه «د مصور بنسټ د راتلونکو پروګرامونو او نويو کتابونو پرانیست غونډه» تر سرليک لاندې د مصور بنسټ له خوا د علومو اکاډمي په همکارۍ د اکاډمۍ د علامه کهزاد د سيمينارونو په تالار کې جوړه شوه.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰هـ . ش کال د حمل مياشتې پر ۱۷مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول. پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۴:۲۴
Background image

د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون غونډه ترسره شوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، نشراتي کمیسیون غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د کب مياشتې پر ۲۷مه د چهارشنبې پر ورځ ترسره کړه. په دې غونډه کې چې د نشراتي کمیسیون غړو په کې برخه اخیستې وه، کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۳:۱۶
Background image

د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د کب مياشتې پر ۲۶مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول. پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل، د ۱۳۹۹هـ. ش کال د کب ۳مه د علومو اکاډمي: د افغانستان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له خوا د علومو اکاډمۍ د علامه کهزاد په تالار کې د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍ واله ورځ نمانځغونډه ترسره شوه چې ويناوالو په کې د مورنۍ ژبې پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې. په غونډه کې د علومو اکاډمۍ علمي غړو او څېړونکو، د پوهنتونونو استادانو، ګڼ شمېر ماشومانو او نورو مینه نوالو ګډون کړی وو. غونډه د اسدالله عادل د قرآن پاک په تلاوت سره پیل شوه او ورپسېد پوهنتونونو د استادانو د اتحادیې رئیس پوهاند نجیب الله امرخېل پرانیسته وينا وکړه. ده وویل: ژبه د بشریت روح او تکامل دی، که انساني ټولنې څخه ژبه واخیستل شي، انساني ټولنه په ټپه درېږي. همدارنګ په مورنۍ ژبه د زده کړو حق نه لرل، د نوموړې ټولنې او قوم لپاره ستر خنډ او د همدې ټولنې او قوم په حق کې جفا ده.

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو څېړنه (۲۰۰۱ – ۲۰۱۴) د علمي- څېړنیزې پروژې دفاعیه غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی محمد سرور احمدزي څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه د ۱۳۹۹ ل. کال د دلوې میاشتې پر ۱۹مه نېټه د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ په تالار کې له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه. لومړی د څېړونکي لیکل شوي علمي - څېړنیزې اثار، ژوندلیک او ورپسې د لارښود استاد نظر او لیکل شوي تقریظونه ولوستل شول. د یادونې وړ ده چې په دغه علمي – څېړنیزه پروژه باندې څېړنپوه عبدالصمد عزیزي، څېړنوال بخت محمد بختیار او پوهاند دکتور نقیب الله ثاقب تاییدي تقریظونه لیکلي وو.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

جلسه شورای علمی اکادمی علوم برگزار گردید

شورای علمی اکادمی علوم جلسه نوبتی خویش را به روز سه شنبه مورخ ۱۴ دلو سال ۱۳۹۹هـ.ش برگزار نمود. در این جلسه برعلاوه بحث روی رساله های علمی- تحقیقی اعضای علمی بخش های مختلف اکادمی علوم، پلان های پروژه های جدید علمی- تحقیقی تایید و تصویب گردید . در پایان این جلسه بحث پیرامون موضوعات مختلف علمی و اداری نیز صورت گرفت.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۹:۴۰
Background image

د «فرانسوي – پښتو سیند» اثر مخکتنه وشوه

د ښاغلي ډاکټر محمد اکبر وردګ «فرانسوي – پښتو سیند» اثر مخکتنه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د چهارشنبې پر ورځ د سلواغې پر ۸مه وشوه. په دغې غونډه کې د علومو اکاډمۍ پر علمي غړو سربېره، پوهانو، فرهنګيانو، محصلينو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. دغه قاموس په فرانسه کې مېشت قاموس ليکونکي ډاکټر محمد اکبر وردګ لیکلی چې څه باندې ۶۰۰ مخونه لري او ۴۱زره لغتونه په کې راغلي او په دې وروستيو کې فرانسه کې چاپ شوی دی. د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام ولوست چې په کې راغلي وو: د تېرو څلورو لسیزو جګړو په نتیجه کې زموږ ګڼ شمېر پوهان او متخصصان اړ ایستل شول چې له وطنه ووځي او دا فرصت و نه مومي چې خپله پوهه او مهارت د هېواد د خلکو لپاره وکاروي. له نېکه مرغه موږ د پوهاند ډاکټر وردګ غوندې داسې مهاجر پوهان او دانشمندان هم لرو چې په پردېسۍ او جلاوطنۍ کې هم د پلارني هېواد لپاره کار کوي او خولې تویوي. په پیغام کې زیاته شوې وه، د افغانستان له علومو اکاډمي مننه کوي چې د پوهاند ډاکټر وردګ د یوه مهم خدمت د معرفي کولو او قدردانۍ غونډه يې جوړه کړې ده. د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانيستې وينا کې وویل: په پښتو ژبه کې قاموس لیکنه دوه نیم سوه کاله مخکې د تیمورشاه درانۍ په وخت کې د یوه ختیځپوه له خوا پيل شوې ده.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۹:۳۴
Background image

د علومو اکاډمي د درېيو متقاعدو استادانو ویاړ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د درېيو پياوړو څېړونکو او استادانو هر یو څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنپوه مولاجان تڼېوال او څېړنوال زکریا ملاتړ د ترسره کړو علمي – څېړنیزو خدمتونو په پار ویاړ غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت په نوښت او د دري ژبې او ادبياتو انستيتوت په همکارۍ جوړه او ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب له نوموړو استادانو سره د خاطرو د یادولو ترڅنګ وویل، يادو شويو درېيو استادانو کابو نيمه پېړۍ د علم، فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې کار کړی او اوس يې هم کوي، چې د دوی دغه خدمات د قدر وړ دي. دوی ټولو ځوان علمي کدرونه علمي- څېړنيو مسايلو ته متوجه کړي او هڅولي دي. د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیسې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ وویل، يادو شويو درېيو استادانو مونږ ته قلم په لاس کې راکړی او په علمي برخه کې يې د څېړنو لپاره لارښوونې کړې او لاسنيوی یې کړی دی.

Pagination