د پېښور او د هغه د شاوخوا د ځينو لهجو څېړنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۱:۲۲
د پېښور او د هغه د شاوخوا د ځينو لهجو څېړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

د پروژې نوم: د پېښور او د هغه د شاوخوا د ځينو لهجو څېړنه (۱)

څېړونکی: د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتيوت علمي غړی څېړنیار محمد اسحاق مومند

د پروژې د پيل او پای نېټه: ۱۹/ ۸/ ۱۳۹۸ - ۱۹/ ۸/ ۱۴۰۲

په دې علمي ـ څېړنیزه پروژه کې به د نورو ګڼو مطالبو ترڅنګ ځيني دا ‌‌ډول موضوعات څېړل کېږي:

لهجه او د لهجې د پیدا کېدو لاملونه، د پښتو ژبې او لهجو په اړه د بهرنیو او داخلي څېړونکو او پوهانو څرګندونې، د پېښور او د هغې د شاوخوا ځينو لهجو پېژندنه، د پېښور او د هغې د شاوخوا ځينو لهجو د سیمو جوتول، د پېښورۍ لهجې د ګرامري جوړښت څېړنه، د پېښورۍ لهجې د غږیز سیستم څېړنه، د پېښورۍ لهجې او معیاري پښتو د غږیز سیستم پرتلنه، د پېښورۍ او د هغې د شاوخوا نږدې لهجو د مشترکو او جلا خواوو څېړنه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS