د زېري جریدې نوې ګڼې چاپ شوې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۸
زیری جریده

زېری جریده؛ د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي- څېړنیزه پنځلس ورځنۍ خپرونه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسیس شوې ده، تر ننه پورې یې نشرات دوام لري او د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره خپرېږي.

زېری جریده چې څه د پاسه اته لسیزې یې د پښتو ژبې او ادب پالنه کړې او په خپله لمن کې یې د ژبې، ادب او ټولنې په بېلابېلو مسایلو د لیکوالو څېړنیزې مقالې، لیکنې، پنځونې او ژباړې خپرې کړې دي، له نېکه‌مرغه د (۱۴۰۱ل) کال د زېرې جریدې دوه نوې ګڼې د پښتو ژبې، ادب او فولکلور مینه والو ته له چاپ را ووتلې.

د نوې ټکنالوژۍ له ګړندۍ پرمختیا سره زېری جریده خپلې ګڼې د خپلو مینه‌والو لپاره په انلاین ډول هم خپروي، تاسو کولای شئ د زېري جریدې نوې چاپ شوې ګڼې د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د دې ترڅنګ یادې ګڼې له لاندې تړوني [لینک] څخه هم ښکته‌کولای شئ: 

https://asa.gov.af/ps/zairy_journal

 

درانه لیکوال او شاعران کولی شي خپلې لنډې څېړنیزې لیکنې، او پنځونې په زېري جریدې کې د خپرېدو لپاره په لاندې برېښنالیک را واستوي:

zerai1316@gmail.com

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS