د «طبیعت» مجلې تازه ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۰:۵۹
د «طبیعت» مجلې تازه ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت یوازېنۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په 1368 هـ . ش. کې  یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله چې په هرو درېو میاشتو کې یو ځل خپرېږي،  له پخوا څخه پکې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي،... مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پورې یې 65ګڼې چاپ شوې دي؛ دا دی اوس د طبیعت مجلې 64 –  65مه ګڼه د څېړنیار صدیق الله فیضي په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده چې 183 مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابېلو برخو په اړه پکې 10 علمي – څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

د مقالې سرلیک

د لیکوال نوم

  1. بررسی پرابلم های  محیط زیست ناشی از...  

 سرمحقق محمد یاسین فرهمند

  1. د هستوګنې د چاپېریال او روغتیا ترمنځ د...

څېړنپوه ډاکټر احمد شاه عمر وردک

  1. بررسی استفادۀ مجدد از پلاستیک های ...

سرمحقق ویس الدین جواد

  1. د چاپېریال ساتنې په موخه له عضوي کثافاتو...

څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی

  1. بررسی شیوع امراض نباتی ناشی از آلودګی های...

معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی

  1. بررسی عوامل تخریب لایۀ اوزون و اثرات آن...

سرمحقق لطیفه قریشی

  1. سیستم تصفیۀ فاضلاب انفرادی کوچک...

سرمحقق عبدالحفیظ عزیزی

  1. ارزیابی شاخص های محیط زیستی مبتنی بر...

معاون سرمحقق نصرالله فلک

  1. په کرنه کې د فاضله اوبو د بیا کارونې څرنګوالی...

څېړندوی محمد منیر نظیری

  1. ارزیابی اولویت بندی ګزینه های جمع آوری زباله...

معاون سرمحقق محمد مرتضی شیرزوی

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-11/Tabiat%20quarterly%20journal%20no.%203-4%20Year%201401.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS