د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د ١٤٠٤ لمریز کال ٣ مه ګڼه چاپ او خپره شوه.

په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:

١- د مصنوعي ځیرکتیا او د حقوقو متقابلې اړېکې.

څېړندوی عبدالقهار عزیزي

٢- د افغانستان د سیاسي قضایایو په حل کې د اسلامي همکارۍ سازمان اغېز (١٩٦٩ _ ٢٠٢١)

څېړندوی وجیه الله ظهیر

٣- په غزنوي دوره کې د غلامانو وضعیت او رول.

څېړندوی ولي الله ارین او پوهنیار حکمت الله سایل

٤- بررسی تأثیر واحد تفتیش داخلی بر بهبود عملکرد امور مالی واحدهای بودجوی افغانستان.

شیراحمد جوینده

٥- په افغانستان کې د کورني اقتصاد د ودې او پراختیا لارې چارې.

څېړندوی شجاع الله امان

٦- د شایعاتو په مخنیوي کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نقش ارزونه.

پوهنیار یحیی یعقوبي

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-01/Ariana%20quarterly%20journal%20no.%203%20year%201404.pdf

تاسو کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اړوند کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS