د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال یې ۳۵مه ګڼه له چاپه راووته. په دغه علمي- څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي- څېړنیزې مقالې چاپ او نشر کېږي چې د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، د پوهنتونونو استادانو او اطلاعات و فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې انستیتوت مسلکي کارکوونکو له لوري د کوشاني سترواکۍ په اړه لیکل کېږي.

نو په دې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه یا د ۱۴۰۴لمریز کال دویمه شمېره) کې لاندې علمي- څېړنیز مطالب نشر شوي دي:

۱) ګزارش هیأت اعزامی مرکز بینالمللی تحقیقات کوشانی از برخی ساحات دورۀ کوشانی ولایت پروان (مدیریت مجله)؛

۲) آثار باستانی دورۀ کوشانی از نظر نشانه‌شناسی (سرمحقق کتاب‌خان فیضی)؛

3) نشانه‌شناسی در سکه‌های دورۀ کوشانی (معاون سرمحقق مارینا بهار)؛

4) یاد داشت‌ها در مورد رابطۀ یوچی-کوشانی و کرنولوژی کوشانی (نویسنده: هانس لئوچنر؛ مترجم: معاون‌محقق حکمت‌الرحمن امیری)؛

5) تسامح آیینی در عصر کوشانیان (محمد مهدی شیرزاد)؛

6) باستان‌شناسی کوشانی در رابطه با تمدن کوشانی در افغانستان: مشکلات و دیدگاه‌ها (نویسنده: داکتر وی.سی.سری واستو؛ مترجم: نامزد پوهنیار محمد یوسف یوسفی)؛

7) Report of the Fourth Season of Archaeological Excavations at Bala Hissar of Kabul, Afghanistan (Sarwar Hedayat);

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/Koshanian%20quarterly%20journal%20no.%202%20Year%201404.pdf

تاسو کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اړوند کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS