د مقالو لیکلو بلنه!

Ezatullah_admin
د مقالو لیکلو بلنه!

د فخرافغان پاچاخان نړيوال سيمينار

د افغانستان اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د جلالتمآب جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ په نږدې راتلونکي کې د «انجمن اصلاح الافغانيه» د جوړېدو د سلمې کاليزې په وياړ، د سيمې د نوميالي سياسي شخصيت او د عدم تشدد د لارې مبارز فخر افغان باچاخان د ژوند، مبارزې، سياسي او ټولنيزو افکارواو د انجمن اصلاح الافغانيه او خدايي خدمتګارو نهضتونو په اړه نړيوال علمي سيمينار جوړوي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد له لیکوالو او څېړونکو څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې خپلې لیکنې او مقالې د ۱۳۹۹ کال دکب د میاشتی له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د حمل تر پای پورې موږ سره شریکې کړي.

برېښنا لیک: sabir_momand@yahoo.com

د اړیکو شمېره: 0093787272579

اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د تېرې چهارشنبې ورځې د کادري بستونو دآزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو، ځمکپوهنې، ټولنیزو علومو، سیمه‌ییزو مطالعاتو او ژبو او ادبیاتو مرکزونو د چهارشنبې ورځي ( 8/تلې/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د دوشنبې ورځ د آزموینې د پایلو خبرتیا!

د علومو اکاډمۍ د ریاضي، فزیک او تخنیک او د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکزونو د دو شنبې ورځ ( ۶/میزان/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۲
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کادري بستونو د ازموینې نېټې خبرتیا!

درنو نوماندانو! دا چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کادري بستونو په رقابتي پروسه کې مو ګډون کړی، له تاسو ټولو څخه مننه کوو، نو تاسې ته په ډېر درنښت خبر درکول کېږي چې ستاسې مسلکي ازموینه . . .

Back to announcements