د فوکلور پوهنې سيمپوزيم (د مقالو ټولګه)

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۹:۴۹
د فوکلور پوهنې سيمپوزيم (د مقالو ټولګه)

د تازه چاپ شوي اثر معرفي:

د فوکلور پوهنې سيمپوزيم (د مقالو ټولګه)

د سرمحقق زلمي هېوادمل په زيار

د مخونو شمېر: ۹ + ۱۶۰= ۱۶۹

د چاپ نېټه: ۱۳۹۹هـ. ش کال، د قوس مياشت

خپروونکی: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

د اثر لنډه معرفي:

د فوکلور پوهنې سيمپوزيم د هغه سيمينار د مقالو ټولګه ده چې په۱۳۶۵لمريز کال کې جوړ شوی و. د دې مقالو ټولګه په ۱۳۶۵لمريز کال په ګستتنر ډول چاپ شوې وه، خو اوس د دې لپاره چې نسخې يې نه موندل کېږي، د سرمحقق زلمي هېوادمل له بياکتنې او زياتونو سره يو ځل بيا چاپ او خپره شوه.

په دې مجموعه کې د کاندید اکاډمیسین الهام، اکاډمیسین دکتور عبدالاحمد جاوېد، کاندید اکاډمیسین محمد صديق روهي، محمد ابراهيم عطايي، پروفيسور شېرمحمدوف، سرمحقق دوست شینواری، څېړنمل ژواک، ګ. اسلانوف (د سرمحقق معتمد ژباړه)، څېړندوی عبدالله بختانی خدمتګار، اسدالله شعور او سرمحقق زلمي هېوادمل د فوکلور اړوند مقالې راغلې دي.

-------------------------------------------------------------------------

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۳
Background image

د اتنوګرافۍ څېړنيز موزیم څخه د زده کړیالانو لیدنه

د هېواد خصوصي پوهنتون زده کړیالانو د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ له څېړنیز موزيم څخه لیدنه وکړه. یادو زده کړیالانو د افغانستان د قومونو دودونه او رواجونه د اتنوګرافۍ د څېړنیز موزیم په مادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۴۰
Background image

شمارۀ 83 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

BACK TO NEWS