د علومو اکاډمي ستر کتابتون د ګرانو هېوادوالو په خدمت کې!

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
د علومو اکاډمي ستر کتابتون د ګرانو هېوادوالو په خدمت کې

د افغانستان د علومو اکاډمي مرکزي کتابتون د وخت د انجمنونو او هغو مؤسسو د کتابتونونو له ادغام څخه چې علومو اکاډمي له هغو څخه ایجاد شوې ده، جوړ شوی او اوسمهال د هېواد له سترو او غني کتابونو څخه دی.

د علومو اکاډمي مرکزي کتابتون کې د ټولو علومو (بشري، اسلامي او طبيعي) تحقیقي – څېړنیز کتابونه او مجلې موجود دي.

دغه لرغونی کتابتون لاندې څلور برخې لري:

۱- د توزیع برخه.

۲- د ریفرنس برخه.

۳- د مجلو او جریدو برخه ده.

۴- د خطي نسخو برخه.

دغه کتابتون د مطالعې لپاره ارامه فضا لري چې زموږ قدرمن هېوادوال کولی شي د خپلو څېړنو، لیکنو او مطالعې لپاره ترې استفاده وکړي. اوسمهال دې کتابتون ته د ورځې کابو ۵۰ استادان، پوهان، څېړونکي، محصلین او داسې نور کسان مراجعه کوي او د دې کتابتون له علمي او تحقیقي آثارو څخه استفاده کوي.

د يادولو ده چې د کتابونو پر د ډيجټيلایزیشن هم کار روان دی.

د علومو اکاډمي دغه ستر او بډای کتابتون ستاسو ټولو په خدمت کې دی!

پته: کابل، شهرنو، شاه بوبو جان د جومات کوڅه.

د ټيلفون شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۹:۵۴
Background image

شمارۀ 85 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د ګوَري ژبې مورفولوژي

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ل.کال د زمري (اسد) میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي تذکرو ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی مطیع الله ساحل «د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي. . .

BACK TO NEWS