د ګوَري ژبې مورفولوژي

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۲۷
څېړندوی شریف الله سانېن

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ل.کال د زمري (اسد) میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن د څېړنوال (Associate Professor) علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې" د ګوَري ژبې مورفولوژي" څخه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې دفاع وکړه.

دغه دفاعیه غونډه قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوندلیک، د لارښود استاد ګزارش او تقریظونه وړاندې شول او وروسته څېړونکي له خپلې علمي- څېړنیزې موضوع څخه په ټاکلي وخت کې د څېړونکو، پوهانو او استادانو په حضور کې دفاع وکړه.

د دې علمي- څېړنیزې پروژې د دفاعیه غونډې په پیل کې سریزه، د څېړنې اهمیت او مبرمیت، د څېړنې موخه او د څېړنې ډول او مېتود وړاندې شول.

دغه علمي- څېړنیزه پروژه په څلورو څپرکو کې بشپړه شوې وه چې په لومړي څپرکي کې یې له علمي اصولو سره سم د موضوع پر شالید بحث او خبرې وکړې او د بېلابېلو بهرنیو او کورنیو څېړونکو، پوهانو او لیکوالو آثار او څېړنې چې دمخه د موضوع اړوند ترسره شوي وې، په انتقادي او ارزونکي ډول معرفي او ور وپېژندل.

په دویم څپرکی یې د ګرامر پر لنډې پېژندنې، د ګرامر د یوې برخې په توګه پر مورفولوژۍ، له ځينو ژبپوهنیزو یا ګرامري اصطلاحاتو سره د مورفیم پر توپیرونو او د مورفیم پر ډولونو بحث وکړ.

درېیم څپرکی یې د ګوَري ژبې خپلواکو مورفیمونو ته ځانګړی شوی و چې د خپلواکو مورفیمونو په لړ کې یې پر نوم، ضمیر، صفت، عدد، فعل، قید او مصدر باندې په هر اړخیز ډول بحث وکړ او د دې ژبې د دغه هر خپلواک مورفیم ډولونه، ګرداني اړخونه او ګرامري ځانګړنې یې له علمي اصولو سره سم تشـریح او روښانه کړل.

څلورم یا وروستی څپرکی یې د ګوَري ژبې ناخپلواکو مورفیمونو ته ځانګړی شوی و. د دې څپرکي په بحث کې یې د ناخپلواکو مورفیمونو په توګه سربلونه او اوستربلونه، ادات او تاړي له خپلو بېلابېلو ډولونو سره روښانه او تشریح کړل او د دې ژبې د ناخپلواکو مورفیمونو پر ځينو ځانګړنو یې بحث وکړ.

په وروستۍ برخه کې یې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه وړاندې کړل او د څېړونکو، پوهانو او استادانو پوښتنو ته یې مقنع ځوابونه ورکړل چې په پای کې دفاع د ټاکل شوي کمېسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره تاييد شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS