د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۹:۱۵
د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکې علومو د معاونیت یواځینۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په کال 1368 هـ . ش کې یې خپرونې پیل کړې دي.

دا مجله چې په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه په کې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیې، هایدرو میتیورولوژي،... او نورو برخو مقالې نشريږي چې تر اوسه پورې 53 ګڼې چاپ شوې دي.

دا دې اوس د طبیعت مجلې 54 – 55مه ګڼه د څېړنیار سید نعیم سایق په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده چې 177 مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابېلو برخو په اړه په کې 13 علمي – څېړنیزي مقالې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

1. د افغانستان په غرنیو سیمو کې د اورښتونو... / پـوهـاند عبدالغیاث صافی و پوهنیار میرویس صدیق مل

2. د معین انتیګرال په مرسته د ځينو بیولوژیکی ... / څېړنیار سید نعیم سایق

3. ارزیابی انواع چوب و چگونگی تقویت آن در ... / څېړنوال انجنیر شاه شجاع قریشی

4. تأثیرات تغییر اقلیم بالای محصولات... / څېړنوال محمد میا مرهون

5. بررسی سیستم های تربیه تاک انگور... / څېړنپوه محمد یاسین فرهمند

6. د Eucalyptus Globulus Labill ... / څېړنوال ډاکټر جمت الله حسیني

7. پیامدهای ناگوار استعمال تنباکو ... / څېړنوال دکتور محمد حسن ساعی

8. په امیدواره ښځو کې د سږو د حادې اذیما ... / څېړنوال ډاکټر ضیاءالرحمن حقمل

9. د هوږې (Allium Sativum) د اغېزناکو... / څېړنوال ډاکټر جمت الله حسینی

10. تأثیرات آب های ایستاده (ناهور، مقر و نور)... / څېړنوال عبدالوهاب همدرد

11. محاسبۀ خمش گادر ها به روش ... / څېړنوال لیپا صوفی زاده

12. د پوتاشیمي سرو مطالعه او د بوټو د حاصلاتو... / څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی

13. بررسی نقش ماتریکس در کُد نویسی... / څېړندوی نصرالله فلک

یادونه: مينه وال کولای شي د طبیعت ژورنال دغه ګڼه او د طبیعي علومو د نورو برخو په اړه علمي – څېړنیز آثار په مناسبه بیه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه ترلاسه کړي.

د ټېلفون شمېرې: 0708164740 / 0202201279

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS