«د څېړنې اصول او مېتودونه» کورس پای ته ورسېد

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۵
«د څېړنې اصول او مېتودونه» کورس پای ته ورسېد

د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز په نوښت، د افغانستان بېلا بېلو دولتي ادارو او د علومو اکاډمي د بېلا بېلو مرکزونو علمي غړو ته د څېړنې د اصولو او مېتودونو په اړه پنځه مياشتنی پيل شوی کورس، نن د چهارشنبې پر ورځ د ۱۴۰۰ هـ.ل. کال د حمل مياشتې پر ۱۸ نېټه د نهايي ازموينې اخېستلو په ترڅ کې پای ته ورسېد.

دغه کورس چې د ۱۳۹۹ هـ.ل. کال د ميزان مياشتې پر ۱۰ نېټه پيل شوی و، درسونه يې د همدغه کال د حوت مياشتې پر ۱۵ نېټه پای ته ورسېدل، چې نن د نهايي ازموينې په اخيستلو سره د دغه کورس دوهمه دوره پای ته ورسېده.

د دغه کورس د تدريس چارې د څېړنپوه زلمي هېوادمل له خوا چې نږدې پنځوس کاله د څېړنې په برخه کې تجربه لري او د کابل او ننګرهار پوهنتونونو سربېره يې په ځينو نورو خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې دغه مضمون تدريس کړی، پرمخ وړل کېدې.

د څېړنې په دغه کورس کې د څېړنې پر عمومي پېژندنې، ډولونو، مېتودونو، تکنيکونو، نورو علومو سره يې پر اړيکو، د څېړنې شکلياتو، د مأخذ ليکنې پر اصولو، د څېړنې پروپوزل ليکنې او نورو بېلا بېلو برخو تفصيلي بحث ترسره شوی دی.

په دغه کورس کې د افغانستان د دولتي ادارو او د علومو اکاډمي له بېلا بېلو برخو څخه نږدې ۲۲ تنو برخه اخيستې وه، چې د نهايي ازموينې د پايلو له اعلان وروسته به په يوه جلا غونډه کې ورته بري ليکونه ورکړل شي.

د يادونې وړه ده چې په راتلونکي کې به هم د څېړنې مينه والو ته دغه کورس ادامه ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS