د علومو اکاډمي رئيس د جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سياف سره وکتل

Ezatullah_admin
Sat, Apr 24 2021 11:32 AM
د علومو اکاډمي رئيس د جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سياف سره وکتل

نن د ثور د میاشتې په دوهمه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب، د علومو اکاډمي د بېلابېلو برخو مرستیالانو او علمي غړو د افغانستان جهادي او د دعوت اسلامي د ګوند مشر ښاغلي استاد عبدالرب رسول سیاف سره په پغمان کې مجلس درلود.

یاده ناسته چې نن له غرمې مخکې ترسره شوه، پکې د محترم استاد د روغتیا د پوښتنې ترڅنګ په یو لړ علمي او اکاډمیکو موضوعاتو بحثونه وشول.

ښاغلي استاد په ټوله کې د افغانستان د علومو اکاډمي اوسني هر اړخیز فعالیتونه وستایل او خوښي یې څرګنده کړه چې اوسمهال یې علمي او اکاډمیک کارونه او فعالیتونه د تقدیر وړ او په ښه شکل پر مخ ځي.

همدارنګه ترڅنګ یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ چې په ټول توان ددغې علمي او فرهنګي ادارې سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیار دی.

په پای کې د افغانستان د علومو اکاډمي د رئيس له لوري د علومو اکاډمي یو شمېر تازه چاپ شوي علمي- څېړنیز آثار ښاغلي استاد ته ډالۍ او ورکړل شول.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM

BACK TO NEWS