سيمه ييز مطالعات
د سيمه ييزو مطالعاتو مجله د ۱۳۸۵ لمريز كال د وري په مياشت كې د علومو اكاډمي په چوكاټ كې د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز بنسټ كېښود ل شو ، تاسيس شوه.
د سيمه ييزو مطالعاتو مجله د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز د علمي ژورنال او خپرونې په توګه ، له هماغه پېله زياتره د سيمې په كچه د سياسي ، اقتصادي او فرهنګي اړيكو او بدلونونو په څېړلو او راسپړلو خپلو خپرونو ته دوام وركړى دى ، د دې ترڅنګ د محمود طرزي د فكري بنسټ د علمي او تحليلي ناستو راپورونه هم د همدې مجلې د هرې ګڼې په پاى كې خپرېږي .
دغه مجله په دريو ژبو ( پښتو ، دري او انګليسي) باندې خپلو مينه والو ته د علمي اصولو او معيارونو په پام كې نيولو سره د سيمې په كچه علمي او څېړنيزې سياسي مقالې وړاندې كوي .
دغه مجله د علومو اكاډمي د نورو علمي مجلو ترڅنگ د فصلنامې په بڼه په هرو دريو مياشتو كې يو ځل خپرېږي او د علم او پوهې مينه والو ته وړاندې كيږي .
مجموعه مجلات سال ۱۴۰۴ مطالعات منطقه یی
مجموعه مجلات سال ۱۴۰۳ مطالعات منطقه یی
مجموعه مجلات سال ۱۴۰۲ مطالعات منطقه یی
مجموعه مجلات سال ۱۴۰۱ مطالعات منطقه یی
مجموعه مجلات سال ۱۴۰۰ مطالعات منطقه یی
مجموعه مجلات سال ۱۳۹۹ مطالعات منطقه یی
مجموعه مجلات سال ۱۳۹۸ مطالعات منطقه یی