د زړۀ سختوالی او د علاج لارې چارې یې

Ezatullah_admin
Tue, May 02 2023 1:32 PM
څېړنوال محمد نذیر محمدي

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونیت د فقهې او عقیدې مرکز د تصوف او عرفان انسټیټوټ د تصوف څانګې آمر څېړنوال محمد نذیر محمدي (د زړۀ سختوالی او د علاج لارې چارې یې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کانفرانس وړاندې کړ.

پۀ یاد کانفرانس کې د زړۀ د سختوالي تعریف وشو او ضررونه یې پۀ ګوته شول چې لاندې ورته پۀ لنډ ډول اشاره کېږي:

د زړۀ سختوالی او قساوت دې ته وايي چې زړۀ لۀ ښو او حمیده صفاتو څخه خالي کړي او پر ځای یې پۀ بدو او فاسدو صفاتو ککړ کړي. (د زړۀ سختي، خلک د اللۀ تعالی پۀ وړاندې لۀ دعا او ژړا څخه منع کوي. سختزړي خلک د شیطاني توجیهاتو او شکونو پۀ ګمراهۍ کې لۀ مشرکانو او منافقانو سره برابر دي. همدارنګه د زړۀ سختوالی د قرآن د نۀ پوهېدو او د قرآن د پرېښودلو لامل ګرځي. پۀ همدې ډول د زړۀ سختوالی د دې سبب ګرځي چې انسان د اللۀ جل جلالۀ لۀ رحمت څخه لرې شي، د اللۀ جل جلالۀ پۀ قهر او غضب اخته شي او دا د انسان د غفلت او بې باکۍ لامل وګرځي چې پۀ ترڅ کې یې د ګناهونو د ترسره کولو سره مخ کیږي، او پۀ پایلۀ کې، انسان د نورو لۀ مصیبتونو څخه هم بې پروا کیږي. خو پۀ ځينو حالاتو کې لکه د کفارو او منافقانو پۀ وړاندې سختي کول او کلۀ چې مجرم ته سزا ورکول کېږي، پۀ داسې مواردو کې د زړۀ سخت کېدل روا دي. د زړۀ رحم د اللۀ جل جلالۀ د نژدېوالي لۀ وسایلو څخه دی او خلک هم د نرم زړۀ لرونکو خلکو سره اړیکې ساتي).

پۀ دې سربېره پۀ دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د زړۀ د سختوالي لاملونه هم بیان شول چې دلته یې د یو څو یادونه کوو: (د حقیقت او حق نۀ منل، د عهد ماتول، د اللۀ تعالی لۀ ذکر څخه غفلت، د حرامو شیانو خوړل، د دنیا پۀ مادي شیانو کې اوږد تمایل او همېشه والی. لکه د اللۀ جل جلالۀ لۀ ذکر پرته ډېر غږېدل، ډېر خوراک او خوب کول، ډېر خندل، پۀ دنیاوي چارو کې سیالي کول او داسې نور د زړۀ د سختوالي لۀ لاملونو څخه دي).

د یاد کانفرانس پۀ وروستۍ برخه کې د زړۀ د سختوالي او قساوت علاج هم پۀ ګوته شو چې څو مهم ټکي یې پۀ لاندې ډول دي: (د اللۀ تعالی پۀ نعمتونو کې فکر او سوچ کول، د حلال رزق خوړل، اړمنو خلکو ته صدقه ورکول، مسکینانو ته خوراک ورکول او لۀ بې وزلو سره شفقت کول، د قرآن کریم تلاوت پۀ ښۀ غَور سره کول. روژه نيول، د شپې تهجد کول، اللۀ تعالی ته عاجزي کول او د اللۀ تعالی لۀ نېکانو بندګانو سره مجلسونه غوره کول، د مرګ يادول او د مړیو حالت پۀ پام کې نیولو سره د قبرونو زيارت کول، د زړۀ د سختوالي او قساوت د درملنې لۀ لارو چارو څخه شمېرل کېږي).

یاد کانفرانس وړاندې کوونکي د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته د مثبتو ځوابونو ورکولو څخه وروسته د یاد کنفرانس د علمي کمېسیون لخوا مثبت وارزول شو.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS