په دخيلو کلمو کې د «همزې» سمه کارونه

Ezatullah_admin
Wed, May 11 2022 2:46 PM
په دخيلو کلمو کې د «همزې» سمه کارونه

(علمي- تحقيقي کنفرانس)

د افغانستان د علومو اکادمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي )په دخيلو کلمو کې د «همزې» سمه کارونه( په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۱هــ. ش کال د ثور په ۲۱مه وړاندې کړ.

ده وویل، همزه د عربي ژبې د هجاء یو توری دی چې د ليکلو د ټاکلو قواعدو په اساس په خپلواکه او هم متصل ډول لیکل کېږي، لکه: إمام، متأسفانه، قضاء.

همزه نه يواځې په پښتو ژبه، بلکې په اريک ژبو کې نشته، خو دا چې زموږ د هېواد په ژبو (پښتو او دري) کې عربي کلمې شته او ويل کېږي، نو په عربي ژبې پورې د تړلو ځينو کلمو په پيل، منځ او پای کې همزه راځي. موږ چې په خپلو ژبو کې د دې دخيلو کلمو له استعمال او ليکلو څخه خلاصون نه لرو، نو بايد په ليکلو کې له خپلو قواعدو او اصولو سره سمې وليکل شي.

دا هغه حرف دی چې په عربي ژبه او کلمو کې ډېر استعماليږي، خو کله کله يې په لیکلو کې عام خلک او آن ليکوالان تېروځي، نو اړينه ده چې د «همزه» د ليکلو عمومي قاعدې روښانه او وڅېړل شي، ترڅو يې په رڼا کې د «همزه» لرونکو الفاظو سمه او معياري بڼه دود او وليکل شي.

همزه چې زياتره وخت د علت له يوه توري سره اضافه کېږي، څو ډولونه لري:

۱- د قطع همزه او د وصل همزه چې د کلمې په سر کې راځي.

۲- متوسطه يا منځنۍ همزه چې د کلمې په منځ کې راځي.

۳- متطرفه همزه چې د کلمې په پای کې راځي.

په کلمې کې د همزې لیکلو طريقې د هغې موقعيت په پام کې نيولو سره مختلفې دي چې هره يوه خپل اصول لري.

ښاغلي څېړونکي همدغه قاعدې او اصول په ترتیب سره بیان کړل او په نتیجه کې يې وویل چې:

-په پښتو کې متوسطه همزه او متطرفه همزه لرونکې کلمې ډېرې دي.

- کابو (۲۵۰) همزه لرونکې دخيلې کلمې په پښتو او دري ژبو کې استعماليږي. خاصتاً زمونږ په ديني او شرعي کتابونو کې همزه ډېره استعمال شوې ده.

- زمونږ په مخکينيو اکثرو کتابونو او خپرونو کې د «همزې» د کره ليکنې استعمال ته توجه شوې ده، خو په دې وروستيو کې ورته پام کم شوی دی.

- که همزه په ناسم ډول ولیکل شي، په قاموسونو او ډيکشنريو کې يې پيدا کول ستونزمنيږي.

- له اصولو پرته لیکل يې د يوه عام شخص او پوه مجرب لیکوال او څېړونکي ترمنځ توپير له منځه وځي.

- مونږ که د عربي ژبې نور توري لکه: ث، ذ، ص، ض، ط، ظ اخیستي او لیکنۍ بڼه يې په خپل اصلي شکل کې مراعتوو، نو له همزې سره دې هم همدغسې تعامل وشي.

هغه وړانديز وکړ چې ټول خاصتاً ليکوال او څېړونکي د همزه لرونکو دخیلو کلمو د لیکلو اصول او قواعد مراعات کړي.

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS