د علومو اکاډمۍ د خپرو شویو تحقیقي متونو کره‌کتنه (۱۳۸۱- ۱۴۰۰هـ ل)

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۴۵
څېړندوی احسان الحق کبیر

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړندوی احسان الحق کبیر «د علومو اکاډمۍ د خپرو شویو تحقیقي متونو کره‌کتنه (۱۳۸۱- ۱۴۰۰هـ ل)» علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

تحقیقي متن د متنپوهنې اصطلاح ده، هغو متونو ته ویل کېږي چې له یوې، دوو او یا ډېرو نسخو څخه د تصحیح له بېلابېلو میتودونو څخه په استفادې برابرېږي. له دغه ډول متونو سره سریزې، شرحې، لمنلیکونه، تعلیقات، وییپانګې او د لوستونکو د پوهاوي لپاره نورې اسانتیاوې هم ملې وي.

د افغانستان علومو اکاډمي په هېواد کې د معتبرې علمي- څېړنیزې ادارې په توګه د نورو څېړنیزو کارونو ترڅنګ د متونو د تصحیح او تدوین چارې هم پر غاړه لري چې له نېکه مرغه د پښتو ټولنې او بیا د علومو اکاډمۍ په جوړېدو سره د پښتو ډېر پخواني متون او آثار تدوین، تصحیح او څېړل شوي دي. په دغه علمي کنفرانس کې د علومو اکاډمۍ په وروستیو شلو کالو کې د تدوین او تصحیح شوو متونو کره‌کته او ارزونه شوې وه.

په دغه وخت کې د علومو اکاډمۍ لاندې ۵ پخواني اثار تصحیح، تدوین او چاپ کړي دي:

۱. ګلدسته: دغه اثر د سعدي شیرازي د ګلستان پښتو ژباړه ده چې عبدالقادرخان خټک ژباړلی دی، دغه اثر د علومو اکاډمۍ په ۱۳۸۳ل کال کې خپور کړی دی.

۲. د نواب محبت خان پښتو دیوان: دا اثر د علومو اکاډمۍ په ۱۳۸۴ل کال کې د سرمحقق زلمي هېوادمل په سریزه او سمون چاپ کړی دی.

۳. فرحت الجتبی: دا د بایزید روښان رساله ده چې د علومو اکاډمۍ په ۱۳۸۵ل کال کې د سرمحقق زلمي هېوادمل په سریزه او سمون چاپ کړې ده.

۴. یوسف زلیخا: دا د مولانا نورالدین عبدالرحمن جامي د یوسف زلیخا پښتو ژباړه ده چې عبدالقادرخان خټک د مثنوي په فورم کې پښتو کړې ده. د علومو اکاډمۍ په ۱۳۹۱ل کال کې د څېړنوال نورالله ولسپال او څېړندوی عبدالمتین متین په تدوین چاپ کړی دی.

۵. د مفتي عبدالحنان داعي کلیات: دا اثر د بشرمل زرغون په سریزه، اوډنه، پرتلنه او وییپانګه د افغانستان د علومو اکاډمي په ۱۳۹۹ل کال کې خپور کړی دی.

په دغه علمي- څېړنیز کنفرانس کې د متنپوهنې د اصولو په رڼا کې پورته چاپ شوي متون نقد شول. د همدې اثارو پر سریزو، د تدوین پر میتودونو، د متونو په نسخو، لمنلیکونو، وییپانګو او د متنپوهنې په نورو اړوندو مسایلو بحث وشو. د څېړونکو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لوري مثبت وارزول شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف

محترم سرمحقق محمد اکرم شهیم کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف ) در معاونیت طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان در حضور اعضای کمیسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۱۵
Background image

نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی

عضو علمی مرکز علوم اجتماعی معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان محترم محقق حکمت الله عزیز کنفرانس علمي - تحقیقی تحت عنوان (نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی) در حضور استادان و. . .

BACK TO NEWS