د پښتو ادبي فنونو کره کتنه او ارزونه» علمي- تحقيقي رسالې څخه د دفاع غونډه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۹:۴۳
د پښتو ادبي فنونو کره کتنه او ارزونه» علمي- تحقيقي رسالې څخه د دفاع غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکیب په ۲/ ۶/ ۱۳۹۹ نېټه له خپلې علمي- څېړنیزې رسالې «د پښتو ادبي فنونو کره کتنه او ارزونه» څخه د څېړنپوه علمي رتبې ته د ترفیع په موخه په بریالیتوب دفاع وکړه.

ښاغلي شکېب دغه پروژه د څېړنپوه دوکتور سيد محی الدین هاشمي په لارښوونه بشپړه کړې او د نوموړي مثبت نظر يې ترلاسه کړی او همدارنګه څلورو استادانو هر يو پوهاند پښتون اقا شېرزاد، څېړنپوه علي محمد منګل، څېړنپوه نعمت الله اندړ او څېړنپوه عبدالشکور قيومي پرې مثبت تقریظونه لیکلي وو.

یاده پروژه پر سریزې سربېره په پنځو څپرکو کې څېړل شوې او لیکل شوې ده چې په پای کې د څېړنې پایله او وړاندیزونه هم راوړل شوي دي.

په ټوله کې په ياده پروژه کې د ادبی فنونو په درېيو څانګو (بديع، بيان او قافيه) هر اړخيزه څېړنه او کره کتنه شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د وری میاشتې پر ۱۱ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

BACK TO NEWS