د اسلامي علومو معاونیت

الف: پیژندنه

 لنډ تاریخ: ( ۱۳۷۲ه) هجري لمریز کال کې د افغانستان د  با شهامته او زړورو مجاهدینو له خوا له هېواد څخه د شوروي پوځ او د ددوي لاسپوځې متحدین له وېستلو او د اسلامي حکومت له جوړېدو ځخه وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي په تشکیلاتو کې «د اسلامي علومو معاونیت » رامنځ ته شو. او د محدودو تشکیلاتو په درلودلو سره په درې ګونو مرکزونو ؛ تفسیر او حدیث، فقه او قانون، عقیده او ثقافت کې  په علمي او څیړنیزو  فعالیتونه پیل کړل.

ب: تشکیلات

په هېواد کې د اسلامي علومو د بېلابېلو څانګو د مطالعې او څېړنې شدیده اړتیا ددې لامل شوه، چې دغه علمي - څېړنیزه اداره «د افغانستان د علومو اکاډمي» په تشکیلاتو کې په  جامع او وسطې فکر سره د تفسیر ، علوم القران،  علوم الحدیث، فقه او اصول فقه ، قانون، عقیده، ثقافت، د اسلام تاریخ، تصوف او اسلامي عرفان په برخو کې علمي څېړنې د ترسر کولو په موخه« د اسلامي علومو د څېړنو معاونيت » په ۱۳۷۲هـ.ش کال د وخت د اسلامي دولت د (۳۰۸۲) ګڼې د(16/9/1372 ه.ش) نېټې فرمان له مخې د عومو اکاډمي په تشکيل کې زيات شو چې اوسمهال د معاونيت يو بست (۴) مرکزونه (۸) انسټيټوټونو آمريت، (۱۲) ډيپارټمنټونو آمريتونه او يو د «تبيان» مجلې علمي- څېړنيز آمريت لري چې په لاندې ډول دي:

۱- معاون/ ما فوق بست.

۲- د تفسير او حديث مرکز رياست: دغه رياست دوه انسټيټيوټونه او دوه ډيپارټمنټونه لري چې په لاندې ډول دي:

  • الف: د تفسير او قرآني علومو د انسټيټوټ آمريت: د تفسير په نوم ډيپارټمنټ لري چې د تفسيرونو او قرآني علومو په اړه تحقيق، کار او فعاليت کوي.
  • ب: د حديث او د اصول حديث د انسټيټوټ آمريت: د حديث په نوم ډيپارټمنټ لري چې په انسټيټوټ له خپل ډيپارټمنت سره يو ځای د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو او د اصول حديث په اړه څېړنه او فعاليت کوي.

۳- د فقهې او قانون مرکز رياست: دغه مرکز دوه انسټيټوټونه او څلور ډپيارټمنټونه لري چې په لاندې ډول دي:

  • الف: د فقهې او د اصولو فقهې د انسټيټوټ آمريت: دا انسټيټوټ د فقهې او د اصولو فقهې په نومونو دوه ډيپارټمنټونه لري: چې د فقهې د علم او اصول فقهې په هکله تحقيق او کار کوي.
  • ب: د قانون انسټيټوټ آمريت: دا انسټيټوټ د قانون ډيپارټمنټ او د ښځې او کورنۍ ډيپارټمنټ لري، چې د قوانينو، حقوقو او د کورنيو اړوندو چارو په هکله څېړنې او کار کوي.

۴- د عقېدې او ثقافت مرکز رياست: دغه رياست دوه انسټيټوټونه او دوه ډيپارټمنټونه لري چې په لاندې ډول دي:

  • الف: د عقيدې انسټيټوت آمريت: چې دوه ډيپارټمنټونه لري يو د عقيدې ډيپارټمنټ او بل د تصوف  ډيپارټمنټ دی چې دعقيدې او تصوف په اړه څېړنه او فعاليت کوي.
  • ب: د ثقافت انسټيټوټ آمريت: چې  د اسلامي ثقافت په هکله تحقيق او کار کوي.

۵- د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز  رياست:

 

په نړۍ کې بېلابېل اقتصادي نظامونه رامنځته شوي، چې ډېری يې د نامسلمانو له خوا طرح شوي او پر اسلامي نړۍ تپل شوي دي. په داسې حال کې چې د اسلام مبارک دين يو پراخ او هر اړخيز دين دی چې د انسان د ژوند په هره برخه کې لازمې لارښوونې لري ، هغه که په ​​اقتصادي برخه کې وي او  یا هم په  نظامي، سياسي، اخلاقي، فردي او ټولنيزو برخو کې وي.

اسلامي اقتصاد هم  د اسلامي نظام یوه برخه ده. که څه هم «اسلامي اقتصاد» یوه نوې اصطلاح ده؛ خو «اسلامي اقتصاد»  چې له کوم مسائلو څخه بحث کوي له پيل څخه په اسلام پورې اړه لري، له لومړې ورځې څخه د اقتصادي او مالي مسائلو په اړه په قرانکريم او صحيح احاديثو کې د انسانانو لپاره لازمې لارښوونې شوې دي.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم اساسي قوانين او عمومي اقتصادي اصول بيان کړي دي، د مال ګټې او تاوانونه ، د مال د ترلاسه کولو حلالې او حرامې طریقې او  د شتمنې د مصرف کولو احکام او مسائل په څرګند ډول بیان کړې دي. په خپل ژوند کې یې عملې توګه مثالونه هم وړاندې کړي دي.

خو له بده مرغه د مسلمانانو د یووالې او د عثماني خلافت له سقوط وروسته نور مسلمانان په څو ډلو او هیوادونو وویشل شول، او په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې کمزوي او ناتوانه شول همدې کمزورتیا د غربي استعمار د اشغال لپاره یې زمینه برابره کړه، پایله يې دا شوه چې مسلمانان یې له خپلو عقیدو او اخلاقو څخه لرې کړ  او  په سیاسي او اقتصادي برخو کې د دوی تر خپل ولکې لاندې را وستل.

د اقتصادي استعمار ترڅنګ؛ د مسلمانانو فکري او ایډیالوژیکي استعمار هم پیل شو. د سیکولریزم او الحاد بلنه عامه شوه او د ډیرو مسلمانانو په ذهنونو کې دا خبره واچول شوه  چې ګوا اسلام یوازې تر عبادت پورې اړوند ده  او له اقتصاد او سیاست سره هیڅ تړاو نه لري.

الحمدلله له فتحې او سیاسي بدلون وروسته په ګران هیواد کې اسلامي نظام حاکم شو او غوښتنه یې دا وه چې دا نظام دې د انسان د ژوند په ټولو برخو کې حاکم وي.

دا چې تر دې وړاندې د هېواد اقتصادي او بانکي نظام پر غیر اسلامي  اصولو  ولاړ وو، نو ځکه «د افغانستان د اسلامي امارت» د رهبرۍ مقام ته لازمه وه چې ژر تر ژره دغه نظامونه د الهي احکامو او شرایطو پر بنسټ پر مالي او اقتصادي نظامونو بدل کړي.

د همدې موخې د ترلاسه کولو په موخه «د افغانستان د علومو اکاډمي» په تشکیلاتو کې د «اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز» جوړ شو او د اقتصادي او بانکي نظامونو د اصلاح او په اسلامي بڼه د بدلولو مهم مسؤولیت یاد مرکز ته وسپارل شو.

پيژنده

«د اسلامي بانکدارۍ او د معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز» یو دولتي مرکز دی چې په (۲۳/۵/۱۴۴۳ هـ ق  سره کال ۶/۱۰/۱۴۰۰ هـ ل سمون خورې) د افغانستان د علومو اکاډمي په تشکیلاتو کې تأسیس شو او هدف یې د هېواد مالي او بانکي چارې د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ د اصولو په رڼا کې اسلامي کول دي؛ د بازار مونده چمتو کول، د ټولو اقتصادي مسائلو د اسلامي مقرراتو سره سم تنظیمول او په اسلامي بانکوالۍ  او معاصرو مالي معاملاتو کې بشپړې څیړنې ترسره کول.

ياد مرکز په اړوندو څانګو کې د وړ متخصصينو او ژمنو کدرونو په در لودلو سره د هېواد او هېوادوالو په خدمت کې دي، او اصلي موخه يې د اسلامي بانکدارۍ او اسلامي اقتصاد وده ده.

تأسیس

د افغانستان د اسلامي امارت د  مصوبې د (۱۵) ګڼې (۲) فقرې(۱۶/۵/۱۴۴۳ هـ ق چې د ۲۹/۹/۱۴۰۱ هـ ل) نیټې له مخې د «افغانستان د علومو اکاډمي»په تشکیلاتو کې د «سلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څيړنې مرکز» په نوم يو رئیس جوړ شو.

لید لوری

«د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو د څيړنې مرک ز»د يوې علمې، مشورتې، روزنيزې او څيړنيزې ارګان په توګه غواړي چې  د سودې بانکوالۍ او غیر شرعي معاملاتو په بدل کې اسلامي بانکوالې او اسلامي اقتصاد رائج کولو  ملاتړ وکړي او وده ورته ورکړي. دا مرکز په ملي او سیمه ییزه کچه د باور وړ علمي مرکز دی.

موخې

د «اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څیړنیز مرکز» دنده په هیواد کې د سودې بانکدارۍ نظام او غیر شرعي معاملې په اسلامي بانکداري نظام او اسلامي اقتصاد بدلول دي  او د هیواد په  معاصرو مالي معاملاتو د شرعي احکامو د تطبیق لپاره د کاري چوکاټ چمتو کول دي.  په اړړوندو برخو کې د پام وړ پرمختګ او علمي څیړنو ، د سیمینارونو ، کنفرانسونو او ورکشاپونو د تنظیم کولو لپاره زمین برابرول.

 ارزښتونه

  1.  د شرعي احکامو تطبیق: د هیواد په کچه ټول اقتصادي، سوداګریز، مالي او بانکي کړني باید د اسلامي شریعت له  اصولو  سره برابر مخې ته وړل.
  2. شفافیت او صداقت: په کار او فعالیت کې شفافیت او صداقت.
  3. مسلکي کیدل: مرکز ته سپارل شوي دندې او موضوعات  په مسلکي ډول د تخصصې معیارونو په رڼا کې بیاکتنه او ټولنې ته وړاندې کول.
  4. ژمنتیا: د «مرکز» ټول کارکوونکي د اسلامي امارت اصولو او د اړوند لائحو له مخې  خپلو اړوندو کارو ته به ژمن وي، او  له ژمنتیا سره سم  به خپلو کارو ته دوام ورکوي.
  5. ډله ایز کار او نوښت: د «مرکز» پورې اړوند ټول کارونه په ډله ییزه توګه ترسره کول، ترڅو د مختلفو نظریاتو او ډله ایزو مشورو پر بنسټ وده ومومي او د امکان تر حده د غلطیو څخه خوندي وي. همدارنګه د کار په ډګر کې د نوښت او په کارې ساحو کې نوښت رامنځته کول.

 

 موخې:

  1. د اقتصادي، سوداګریزو، مالي او بانکي معاملاتو څېړنه،  او د بازار له غوښتنې سره سم او د شرعي اصولو په رڼا کې د حنفي مذهب سره سم  د ناروا معاملاتو لپاره روا بدیل پیدا کول.
  2. د ټولو اقتصادي، سوداګریزو او بانکي قوانینو، مقرراتو  د اسلامي اصولو په رڼا کې  تعدیل، ترتیب او تدوین کول.
  3. د بانکونو، بیمې شرکتونو او کوچنیو پورونو لپاره د تبادلې پلان جوړول او همدارنګه د پورته ذکر شویو ادارو لپاره د مختلفو محصولاتو لارښود چمتو کول.
  4. د هېواد په کچه د پېچلو او ستونزمنو مسائلو څېړنه او پايلې يې له اړوندو چارواکو سره د عملي کولو په موخه شريکول.
  5. د مختلفو اقتصادي، سوداګریزو، مالي او بانکي مسائلو کې علمي څیړنې ترسره کول او پایلې یې د اړونده جهتونو سره شریکول.
  6. په اقتصادي، سوداګریزو، مالي او بانکي چارو کې دولت ته مشوره ورکول او په دې لاره کې له دولت سره مرسته کول،ترڅو دولتي او خصوصي سکتورونه خپل فعالیتونه د شریعت په چوکاټ کې ترسره کړي.
  7. په اسلامي اقتصاد او بانکي برخو کې د «فغانستان د اسلامي امارت»  استازولې او په دې برخو کې له نورو اسلامي بنسټونو سره د اړیکو ټینګول او ددې اړیکو ټینګ ساتل.

 ياد مرکز دوه انسټيټوټونه او  شپږ ډيپارټمنټونه لري چې په لاندې ډول دي:

  • الف: د اسلامي بانکدارۍ او تجارتي معاملاتو څېړنیز انسټیټوټ: یاد انسټیټوټ د اسلامي بانکدارۍ اړوند موضوعات څېړي، شرعي بدیلونه وړاندیزوي او ترڅنګ يې د تجارتي معاملاتو شننه هم کوي او پایلې يې له اړوندو ادارو سره شریکوي، یاد انسټیټوټ څلور ډیپارټمنټونه لري:

۱- د اسلامي بانکدارۍ څېړنیز ډیپارټمنټ: یاد ډیپارټمنټ د بانکوالۍ اړوند څېړنې ترسره کوي، قوانین تعدیلوي، د نويو قوانینو مسودې چمتو کوي، د اسلامي بانکوالۍ لپاره محصولات چمتو کوي او په دې لړ کې ذیدخله ادارو ته معلوماتي او روزنیز سیمینارونه پر لاره اچوي.

۲- د تجارتي معاملاتو څېړنیز ډیپارټمنټ: دا ډیپارټمنټ د تجارت نوې مسايل څېړي، اهمیت، افادیت او اغېزمنتوب يې په ډاګه کوي، جائز او ناجائز عناصر په ګوته کوي او داسې چوکاټ ته يې اچوي چې د شریعت له اصولو سره مخالف نه وي.

۳- د تکافل ډيپارټمنټ: دا ډيپارټمنټ د تکافل اړوند د معاصرو مسايلو په هکله څېړنه او تحقيق باندې کار کوي.

۴- د ظرفيت لوړونې ډيپارټمنټ: دا ډيپارټمنټ د مرکز د علمي غړو د علمي مهارت  د ظرفيت لوړونې له پاره کار کوي، هغوی ته علمي سيمينارونه چمتو کوي.

  • ب: د معاصرو مسائلو څېړنیز انسټیټیوټ: یاد انسټیټیوټ د هېواد په کچه معاصر مسائل تر څېړنې لاندې نیسي او دوه ډیپارټمنټونه لري:

۱: د مالي او پولي معاملاتو څېړنیز ډیپارټمنټ: په دې ډیپارټمنټ کې د هېواد په کچه د مالي او پولي مسائلو څېړنه کيږي، مالي سیاستونه مطالعه کيږي او په رڼا کې يې د هېواد له شته وضعیت سره همغږي کيږي او د نقودو اړوند بېلابېلو مسائلو باندې څېړنه ترسره کيږي.

۲: د عیني معاملاتو څېړنیز ډیپارټمنټ: په دې ډیپارټمنټ کې د عیني معاملاتو او مقایضې اړوند مسائل تر څېړنې لاندې نیول کيږي او د دې برخې په ټولو مسائلو تحقیق او څېړنه کيږي.

۶- د «تبيان» علمي، څېړنيزې مجلې آمريت: دا آمريت د علمي غړو او پوهانو علمي، تحقيقي مقالې په مجله کې چاپ او خپروي.

لاسته راوړنې:

د اسلامي علومو معاونیت د خپل تاسیس څخه تر اوسه پورې په لنډه موده کې د خپلو ټاکلو موخو سره سم سترې او مهمې لاسته راوړنې کړي دي، چې لنډیز یې په لاندې ډول دي:

  •   د علومو اکاډمۍ د لید پلان سره سم په مختلفو او اړینو موضوعاتو کې له (۱۲۳) څخه د زیاتو علمي – څیړنیزو پروژو  بشپړې کړې او دفاع یې کړې.
  • (۵۰) بين المللي او سيمه ييزې علمي- څېړنيز سيمينارونه تر سره کړي دي.
  • (۳۳۰) علمي- څېړنيزې د  انفرادي کنفرانسونه تر سره کړي دي.
  • (۹۰۰) علمي- څېړنيزې مقالې «تبیان» مجلې کې خپرې کړې دي.
  •  (۶۶) ګڼې د «تبيان» علمي او فرهنګي مجلې چاپ او  ټولنې ته وړاندې کړې دي.
  • یو تعداد رسالې د چاپ لپاره اماده دي.
  • (۳۰) عنوانه علمي- څیړنیز مقالې چاپ او نشر شوي دي.
  • د «فقهې اصطلاحاتو قاموس» دوه ټوکه چاپ او نشر شوی دی.
  • (۲۰) کتابونه له مختلفو ژپو له عربي، اردو، پښتو  او درې څخه یو بل ته ژباړل شوې او چاپ ته شوي دي.
  • زیات له(۲۰) روتین پروژې د سر څیړونکو  لپاره.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۵۶

نوټ: د اسلامي علومو معاونیت معرفي په عربي ژبې لیدلو لپاره لاندې لینک تعقیب کړئ.

وكالة البحوث في العلوم الإسلامية...