په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني – رحمه الله – علمي میراث او مقام
نن یوهنۍ/ یکشنبه د ۱۴۰۵ ل کال ۱۲مه نېټه چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الآخر له ۲۱مه نېټې سره سمون خوري، په کابل انټرکانټیننټال هوټل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په کوربه توب (په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني – رحمه الله – علمي میراث او مقام) تر سرلیک لاندې بین المللي علمي – څېړنيز کنفرانس جوړ شو.
کنفرانس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، دغه پرتمین بینالمللي علمي – څېړنیز کنفرانس د افغانستان او اوزبېکستان علمي ادارو په ګډه د تاشکند د لومړي پړاو په دوام، دا ځل په کابل کې جوړ شو، چې په کې د اوزبېکستان د علومو اکاډمۍ او د مسلمانانو د ادارې څېړونکو او علماوو ګډون کړی و. په پیل کې د یاد کنفرانس د عالي کمېسیون رئیس، شیخ الحديث عزیزالله مظهري صاحب د کنفرانس پرانیستونکې وينا وکړه، هغه وویل: د حنفي فقهې نامتو امام برهانالدین مرغیناني یو بېساری علمي شخصیت تېر شوی چې د «الهداية» په څېر د هغه اثار د ټول اسلامي امت پر علمي او فکري ژوند ژور او دوامدار اغېز ښندلی دی؛ د دې نړیوالې علمي ناستې اصلي موخه د افغانستان، اوزبیکستان او د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د علمي تجربو شریکول، د یووالي پیاوړتیا او راتلونکو نسلونو ته د دغو مخکښو علماوو د فقهي او کلتوري میراث رسول دي.
ورپسې د اسلامي امـ.ارت د رئیسالوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند پیغام د ښاغلي قاري عبدالستار سعید لخوا وړاندې شو چې په کې د ماوراءالنهر او بلخ د سیمو تاریخي او علمي وصلت ته په اشارې سره، د امام مرغیناني د بلخي استادانو شتون د دواړو هېوادونو د ژورو فکري مشترکاتو ژوندی ثبوت وګڼل شو.
وروسته مولوي امیرجان ثاقب د علومو اکاډمي د رئیس شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود صاحب پیغام وړاندې کړ، په پیغام کې ويل شوي وو: د اسلامي نړۍ د علمي میراث په دې ځلانده کاروان کې د "امام برهان الدین علي بن أبي بکر المرغیناني رحمه اللّٰه تعالى" نوم او مرتبه ځانګړی مقام لري. نوموړی د حنفي فقهې د ماوراء النهر له سترو فقهاوو او امامانو څخه دی چې علمي آثار یې او په ځانګړې توګه "هدایه" کتاب يې د پېړیو په اوږدو کې د علماوو، استاذانو او د علم د زدهکوونکو د پام وړ ګرځېدلی او د افغانستان په شمول په ټولو حنفي مذهب مېشتو سیمو کې د نصاب برخه دی او ترې استفاده کيږي.
ورپسې د ارشاد حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث څېړنپوه دکتور نور محمد ثاقب صاحب د اوزبېکستان له پلاوی څخه د راتګ او په یاد کنفرانس کې د ګډون مننه وکړه. محترم ثاقب صاحب په خپله وینا کې امام مرغیناني رحمه الله په حقیقت کې د اسلامي نړۍ بېساری شیخالاسلام یاد کړ چې د قاضي خان په څېر سترو همعصره علماوو یې هم بلیغه مدحه کړې ده.
په دوام کې د اوزبېکستان د مسلمانانو د ادارې مرستیال او د راغلي پلاوي مشر محترم حامدجان ایشمت بیکوف، افغانستان خپل نږدې ورور او د باور وړ دوست وباله او په بلخ کې د امام بخاري د پرتمینې مدرسې جوړول او د علماوو دوه اړخیز سفرونه یې د دیني او ښوونیزو اړیکو د نوي پړاو عملي بېلګه وبلله، چې په ورته وخت کې د اوزبېکستان سفارت هم په خپل پیغام کې د اسلامي امارت له تودې مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او علمي همکارۍ پراختیا د دوی د بهرني سیاست لومړیتوب دی او دغه کنفرانس به د دواړو ملتونو ترمنځ دوه اړخیز باور او هوساینه لا پسې پیاوړې کړي.
د کنفرانس دویمه برخه علمي برخه وه چې له (۴۳) عنوانه علمي – څېړنیزو مقالو چې په عربي ، ازبيکي ، پښتو او دري. ژبو ليکل شوې وې, څخه یې د وخت د کمښت په اساس ځینې داخلي او بهرنۍ مقالې ولوستل شوې او د سیمینار په پای کې څېړونکو او ګډونوالو په ( ۱۱) مادو کې لاندې پرېکړه لیک تصویب کړ:
1. د امام برهان الدین مرغیناني رحمه الله تعالی علمي میراث، په ځانګړي ډول الهدایه بدایة المبتدي او نور آثار دې له فقهي، اصولي، منهجي، ادبي، تعلیمي او تاریخي اړخونو څخه په علمي او تخصصي ډول وڅېړل شي.
2. د امام برهان الدین مرغیناني رحمه الله تعالی ټول موجود آثار، خطي نسخې، شروح، حواشي او اړوند علمي آثار دې په علمي ډول راټول، فهرست، تصحیح، تحقیق او چاپ شي، په ځانګړي ډول هغه آثار چې تر اوسه یې کافي علمي تحقیق نه دی شوی.
3. د امام برهان الدین مرغیناني رحمه الله تعالی د فقهي منهج په اړه دې داسې جامعې استقرائي څېړنې ترسره شي چې د هغه د روایت، درایت، قیاس، استحسان، عرف، تعلیل، اختلاف، ترجیح او د اقوالو د انتخاب طریقې په کې په مستندو شواهدو وڅېړل شي.
4. د امام مرغیناني رحمه الله تعالی د قیاس، استحسان، عرف او فقهي فروقو د استعمال موارد دې په الهدایه کې په پراخه توګه وڅېړل شي، څو د تطبیقي اصولي منهج ځانګړتیاوې روښانه شي.
5. د امام مرغیناني رحمه الله تعالی علمي او تربیوي نصیحتونه او اوصاف لکه اخلاص، تقوا، د وخت ارزښت، دوامداره زده کړه او د استاذانو درناوی دې له معتبرو سرچینو څخه راټول، د سند او انتساب له پلوه تحقیق او په یوه منظم علمي اثر کې تدوین شي، څو اسلامي ښوونې او روزنې په معاصرو پروګرامونو کې ترې په عملي ډول استفاده وشي.
6. د تېر په څېر دې د ماوراء النهر او افغانستان او خراسان د علماوو او علمي ادارو ترمنځ تګ راتګ، د تدریس او تألیف او د علمي آثارو د انتقال اړیکې بیا احیاء او ادامه دې ورکړل شي.
7. د افغانستان او اوزبیکستان د ګډ علمي، فقهي او فرهنګي میراث په اړه دې ګډې څېړنې ترسره شي، په ځانګړي ډول د هغو علمي شخصیتونو، مکتبونو او مرکزونو په اړه چې د دواړو سیمو له علمي تاریخ سره ګډ تړاو لري.
8. د افغانستان او اوزبیکستان د علومو اکاډمیو، پوهنتونونو، علمي او څېړنیزو مرکزونو ترمنځ دې ګډې څېړنیزې پروژې، علمي کنفرانسونه، سیمینارونه او تخصصي پروګرامونه جوړ شي.
9. د حنفي فقهاوو او مجتهدینو پاتې خطي آثار، رسالې او علمي میراث دې په دواړو هېوادونو کې په ګډه وپلټل، راټول، علمي تحقیق او د اړتیا په صورت کې نورو ژبو ته وژباړل شي.
10. د کنفرانس ګډونوال د افغانستان، اوزبیکستان او د اسلامي نړۍ له علمي او څېړنیزو بنسټونو غواړي چې د حنفي فقهي میراث د تحقیق، احیا، تدریس او معاصرې استفادې لپاره خپلې علمي همکارۍ لا پیاوړې کړي.
11. د دې کنفرانس ټولې علمي مقالې، څېړنې او علمي پایلې دې د علمي معیارونو له مراعاتولو وروسته په یوه معیاري مجموعه کې تدوین، چاپ او خپرې شي.