د "په معاصر طبابت کې د نویو ټکنالوژیو ونډه" تر سرلیک لاندې کنفرانس لپاره د مقالو غوښتنه
په وروستیو لسیزو کې د طبابت ډګر د چټکو او پرلهپسې ټکنالوژیکو بدلونونو شاهد پاتې شوی دی. مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)، ډیجیټل روغتیا (Digital Health)، روبوټیک جراحي، جنیټیکي درملنې، نانو ټکنالوژي، روغتیايي معلوماتي سیستمونه، ځیرک روغتونونه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت، لاسرسي، خوندیتوب، دقت او اغېزناکتوب په لوړولو کې مهم رول لري.
له بلې خوا مخ پر ودې هېوادونو کې د دغو ټکنالوژیو اغېزناک تطبیق له تخنیکي، اقتصادي، حقوقي، اخلاقي او بنسټیزو ننګونو سره مل دی. له همدې امله، د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طب مرکز په پام کې لري چې "په معاصر طبابت کې د نویو ټکنالوژیو ونډه" تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس دایر کړي، چې موخه یې د معاصر طبابت په پرمختګ کې د نویو ټکنالوژیو علمي، څېړنیز، عملي او ستراتیژیک اړخونه څېړل دي او د افغانستان د روغتیايي نظام له پاره د تطبیق وړ علمي وړاندیزونه کول دي.
نو په همدې اساس له ټولو استادانو، څېړونکو، متخصصینو، علمي کدرونو او د طب او روغتیا برخې له پوهانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې خپلې علمي او څېړنیزې مقالې د لاندې شرایطو په پام کې نیولو سره علومو اکاډمي ته راواستوي:
د مقالو د لېږلو معیارونه او لارښوونې
• مقالې باید په رسمي ډول د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت، د طبي علومو مرکز ریاست ته، او یا هم لاندې ذکر شوې برېښنالیک پتې ته واستول شي.
• مقالې باید علمي ـ څېړنیزې وي، مخکې په بل کنفرانس کې نه وي وړاندې شوې او په کوم ژورنال یا بلې سرچینې کې نه وي خپرې شوې. مقاله باید لاندې برخې ولري: سرلیک، لنډیز په پښتو یا دري او انګلیسي ژبه کې شاوخوا ۲۰۰ کلمې، سریزه، د څېړنې اهمیت او مبرمیت، موخې، پوښتنې یا فرضیې، د څېړنې میتود، پایله، وړاندیزونه او ماخذونه.
• مقالې باید د Microsoft Word په بڼه، د ژبې د ګرامري اصولو په رعایت، د دقیقې ماخذ ورکونې له معیارونو سره سم او په ۱۳ فونټ کې ترتیب شي. د مقالې د لېږلو پر مهال باید د لیکوال بشپړ شهرت، د ادارې نوم، برېښنالیک او د اړیکې شمېره هم ورسره درج وي.
مهمې نېټې
• د مقالو د لېږلو وروستۍ نېټه: ۳۰/ ۷/ ۱۴۰۵ هـ.ش.
• د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ۱/۹/ ۱۴۰۵ هـ. ش.
ګټې
• د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د معتبر تصدیقلیک ورکول؛
• د کنفرانس د مقالو په ټولګه کې د منل شوو مقالو خپرول.
له موږ سره اړیکه
• پته: د شاببو جان جومات ته څېرمه، شهرنو، کابل، افغانستان؛
• د اړیکې شمېرې: ۰۷۰۰۱۶۳۳۴۰، ۰۲۰۲۲۰۱۲۳۹؛
• واټساپ: ۰۷۷۷۶۷۹۰۸۸؛
• برېښنالیک: dr.Abdulraheem111@gmail.com
