د GIS او RS په مرسته په پنجشیر ولایت کې د یخچالی جهیلونو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز علمي غړي څېړندوی عبد البشیر امرخیل (د GIS او RS په مرسته په پنجشیر ولایت کې د یخچالی جهیلونو څېړنه) تر سرلیک لاندې د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړونکو او استاذانو په حضور کې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
څېړونکي وويل: د پنجشیر ولایت یخچالي جهیلونه د هندوکش غرونو د لړې یوه مهمه برخه ده، چې د اوبو ذخیره، اقلیمي بدلونونو ته د غور کولو او د سیمې د اوبو چلند په مطالعه کې کلیدي رول لري. د جی ای اس (GIS) او ریموټ سینسنګ په څېر ټیکنالوژیو په کارولو سره، دا څېړنه د یخچالونو او د یخچالی جهیلونو د مساحت، حجم او د ذوب کچو په اړه دقیقه معلومات راټولوي، چې د اقلیمي بدلونونو په څېړنه کې ترې ګټه اخیستل کېږی.
د اقلیمي بدلونونو اغېزو په پایله کې په نړۍ کې د تودوخې د زیاتوالي په پایله کې، د پنجشیر یخچالي جهیلونه په چټکۍ سره ډیرېږي. د دې څېړنې موخه دا ده چې د 35 کلونو 1990–2025 په موده کې د یخچالونو د بدلونونو تاریخچه وڅېړی او دامعلومه کړي چې اقلیمي بدلونونه، انساني فعالیتونو او طبیعي عواملو په څېر کوم نقش لري.
د اوبو مدیریت او سیمه ییز پلان کې د پنجشیر یخچالي جهیلونه د سیمې د اوبو سرچینه ده، چې د کرنې، څړځایونو او برښنا د پروژو لپاره حیاتي دي. د دې څېړنې پایلې به د سیمه ییزو ادارو او پالیسي جوړونکو ته مرسته وکړي ترڅو د اوبو د مدیریت او د ډیرو طبیعي پېښو (لکه سیلابونه) مخنیوي لپاره اغېزمنه طرحه جوړه کړي.
د ټکنالوژۍ رول د GIS او ریموټ سینسنګ په کارولو سره، دا څېړنه د ساحوي څېړنو پرته هم د یخچالونو د بدلونونو په اړه دقیق معلومات وړاندې کوي. دا میتودونه د وخت او سرچینو په کارولو کې اغېزمن دي او د پخوانیو او اوسنیو ډېټا ترمنځ پرتله کول اسانه کوي. لکه د بیلګی په ډول په1990. ز کال کي د یخچالی جهیلونو شمیر 242 او 7.6 کیلومتر مربع سیمه یی پوښلی وه خو دا شمیر په 1995. ز کال کی 150 ته راښکته شوی وه او 5.5 کیلومتر مربع سیمه یی پوښلی وه.
په لنډ ډول، د دې څېړنې هدف د پنجشیر د یخچالونو او یخچالی جهیلونو د بدلونونو په اړه علمي پوهه زیاتول، د اقلیمي اغېزو ارزونه او د سیمې د اوبو د مدیریت لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کول دي. دا کار به د افغانستان د چاپیریال ساتنې او اقلیمي انعطاف په برخه کې د پالیسي جوړونې لپاره اړینی علمی لارښوني وړاندي کړي.
د جی ای اس (GIS) او ریموټ سینسنګ (RS) علمي اهمیت د یخچالونو او یخچالی جهیلونو په څېړنو کې.
1. د ډېټا د راټولولو او تحلیل دقت
جی ای اس (GIS) او ریموټ سینسنګ (RS) د یخچالي جهیلونو د مطالعه لپاره د ساحوي څېړنو پرته هم دقیق معلومات برابروي. د ستلایت انځورونو (Satellite Imagery)، ډیجیټل ارتفاعي ماډلونو (DEMs)، او سپکټرال تحلیل په مرسته، د یخچالی جهیلونو د مساحت، حجم، او د بدلونونه په ډیجیټل ډول اندازه کېدی شي. دا میتودونه د تېرو او اوسنیو ډېټا ترمنځ د پرتلنې لپاره اسانتیا برابروي.
2. د وخت او سرچینو اقتصادي کارول.
د ریموټ سینسنګ په کارولو سره، د یخچالی جهیلونو د څېړنې لپاره د سفر او ساحوي کارونو اړتیا کمېږي، چې د وخت، مالي سرچینو، او انساني منابع په خوندي کولو کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه، د Landsat، Sentinel، یا MODIS ډېټا د 1990 څخه تر 2025 پورې د یخچالونو د بدلون د تحلیل لپاره وړاندې کیږي.
3. د اقلیمي بدلونونو اغېزې تحلیل کول.
د GIS او RS په مرسته، د پنجشیر یخچالي جهیلونه کېدای شي د تودوخه درجه، اورښت، او د ځمکې د کارونې په څېر عواملو سره تړلي تحلیل شي. د حرارتي بینډونو (Thermal Bands) او NDVI (نورمالایز Difference Vegetation Index) تحلیلونه ښیي چې اقلیمي بدلونونه څنګه د یخچالونو د ذوب سرعت زیاتوي. او هم دا څیړنه د NDWI په شاخص (Index) تر سره شوي دي.
4. د اوبو د مدیریت لپاره عملي پلان جوړول.
د یخچالونو د ذوب کچه د سیمې د اوبو سرچینو ته مستقیمه اغېزه لري. د GIS نقشې د اوبو د جریانونو، د سیندونو د تغذیوی ساحو (Watersheds)، او د سیلاب خطرونو په اړه معلومات وړاندې کوي، چې د اوبو د مدیریت او پالیسي جوړونې لپاره کارول کېدی شي.
5. د نړیوالو څېړنو سره همغږي
د GIS او RS په کارولو سره، د پنجشیر یخچالونه کېدای شي د نړیوالو یخچالي ډېټابیسونو لکه GLIMS))سره پرتله شي، چې د افغانستان د اقلیمي بدلون په نړیوالو مطالعاتو کې مرسته کوي.
د جی ای اس او ریموټ سینسنګ کارول د پنجشیر یخچالي جهیلونو د څېړنې لپاره یو علمي، دقیق، او اقتصادي لارښود دی. دا ټیکنالوژۍ نه یوازې د یخچالونو او یخچالی جهیلونو د بدلونونو په اړه پوهه زیاتوي، بلکې د اقلیمي اغېزو، اوبو مدیریت، او سیمه یزې پلان جوړنې لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کوي.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي علمي غړو ، استادانو او محققینو د موضوع اړوند خپل نظریات او سوالونه مطرح کړل چې د ښاغلي څېړندوی امرخیل لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول. په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.