په ننګرهار ولایت کې ښوونو (زیتونو) ته د ځینو زیان رسوونکو حشرو څېړنه

محترم نوماند څېړنیار عبدالقدیر بصیرزی د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تخنیکي ـ طبیعي علومو د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز علمي غړي خپله علمي ـ څېړنیزه پروژه د ( په ننګرهار ولایت کې ښوونو (زیتونو) ته د ځینو زیان رسوونکو حشرو څېړنه) تر سرلیک لاندې د کرنې په انسټیټوټ کې دفاع کړه.
ښاغلي څېړونکي وویل: زیتون عربي کلمه ده چې په پښتو کې ورته ښوون او په انګلیسي ژبه کې ورته Olive وايي، دا د ختیځې مدیترانې بومي نبات دی، چې د 3000-4000 مخکې له میلاد څخه هلته کرل کیده. په افغانستان کې د زیتونو کرکېلې لپاره مناسبې سیمې ننګرهار، کنړ، لغمان، قندهار او خوست ولایتونه دي. په 1403 هـ.ش کال کې د ننګرهار ولایت د وادي په کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو باغونو ( د هډې فارم، فارم 2، فارم 3 او فارم 4) کې 1100 ټنه شنه او تور زیتون تولید شوي چې ورڅخه 30000 کیلو ګرامه اچار او 135000 لیټره تیل پروسس شوي دي. یو کیلو اچارو قیمت (204) افغانۍ او د یو لیټرو تیلو قیمت (562.5) افغانۍ کېږي، چې مجموعي عاید یې 82057500 افغانۍ کېږي. په نړیواله کچه د نباتي آفتونو له خوا نباتي محصولاتو ته وارد شوی زیان تر 500 میلیارد امریکایي ډالرو ښودل شوی دی؛ په افغانستان کې هم د زیتونو په باغونو کې د ښوونو ونې د حشراتو له زیانونو څخه خوندي نه دي؛ نو په همدې موخه یاده څېړنه ترسره شوه ترڅو دغه زیان رسوونکې حشرې وپېژندل شي او د ننګرهار ولایت اړونده د ښوونو باغ لرونکي د یادو آفاتو د کنترول په وړاندې تصمیمونه ونیسي. د څېړنې په پاېله کې څرګنده شوه چې د ننګرهار ولایت د زیتونو په باغونو کې چې زیتونو ته زیات شمېر زیان رسوونکې حشرې شتون لري عبارت دي له: د زیتونو شنې سپږۍ (Olive wooly aphids)، د زیتونو تورې سپږۍ (Olive black scale insect)، د زیتونو سرې سپږۍ (Olive red scale insect)، د زیتونو سیلا (Olive psyllid insect) او همدارنګه د زیتونو یو آفت کنې (Olive mites) هم په کې شتون درلود. په څېړنه کې ولیدل شوه چې د نورو حشراتو په پرتله د سیلا حشره زیتونو ته ډېر زیان رسوي که مخنیوی یې ونه شي نو 60 سلنه حاصلات له منځه وړي. څېړنه د ټولو علمي او څېړنیزو اصولو په لرلو سره په پنځو څپرکو کې ترتیب او تنظیم شوې ده. سریزه، لومړی څپرکي کې د څېړنې شالید، دویم څپرکي کې زیتونو اړوند عمومي معلومات، په درېیم څپرکي کې د څېړنې مېتود، په څلورم څپرکي کې د څېړنې تحلیل، محاسبه او ارزونه ترسره شوې ده. په پنځم څپرکي کې د څېړنې علمي، اقتصادي ارزښت، پایلې او وړاندیزونه ځاې پر ځاې شوی دي.
د دفاعیې غونډې په پای کې د څېړونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او یاده پروژه د جوړ شوي کمیسیون له لوري مثبته و ارزول شوه.