د نافع کابلي رحمه الله حديثي خدمات

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۱۸
نوماند څېړنيار احسان الله "حليمي"

«د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع»
د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز د حديث او علوم حديث انسټیټوت د علوم حديث څانګې غړي نوماند څېړنيار احسان الله "حليمي" د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې (د نافع کابلي رحمه الله حديثي خدمات) تر سرلیک لاندې د علومواکاډمۍ د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون پر وړاندې خپله دفاعیه وړاندې کړه.
دا علمي – څېړنیزه رساله په سریزه، څلورو څپرکو، پایلې وړاندیزونو او د مأخذونو مشتمله ده:
په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید ته کتنه شوې.
په دویم څپرکي کې د نافع کابلي رحمه الله پېژندنه شوې، ژوندلیک؛ استادان او شاګردان، د نافع کابلي رحمه الله په اړه د علماوو څرګندونو باندې بحث شوی دی.
په درېیم څپرکي کې د نافع کابلي رحمه الله  د سلسلة  الذهب د مرویاتو څېړنه شوې، د نافع کابلي رحمه الله  د سلسلة  الذهب مرویاتو سندي څېړنه، د نافع کابلي رحمه الله  د سلسلة الذهب مرویاتو متني څېړنې باندې بحث شوی دی.
په څلورم څپرکي کې د نافع کابلي رحمه الله د مرویاتو شمیر، د حدیثو په کتابونو کې د نافع کابلي رحمه الله د مرویاتو شمیر، د نافع کابلي رحمه الله د مرویاتو مکانت او منزلت باندې بحث شوی دی.
په پای کې د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې پایله، وړاندیزونه او په رساله کې کارول شوي مأخذونه راوړل شوي دي.
 د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وویل شول.
د غونډې په پای کې د یادې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع د ارزونې کمیسیون له لوري د رایو په اتفاق سره دا څېړنیزه پروژه مثبته وارزول شوه او څېړونکی یې له نوماند څېړنيار علمي رتبې څخه د څېړنيار علمي رتبې ته د ترفیع وړ وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS