د هېواد له سیندونو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید څرنګوالی

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۲۵
څېړنپوه انجینر عنایت الله "نيازي"

د علومو اکاډمۍ د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي فزیک او تخنیک علومو مرکز غړي څېړنپوه انجینر عنایت الله "نيازي" خپل علمي-څېړنيز کنفرانس (د هېواد له سیندونو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید څرنګوالی) تر عنوان لاندې د علومو اکاډمۍ د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندی کړ. د دې علمي - تحقیقي کنفرانس په پيل کې سريزه، د څېړني اهميت او مبرميت او د څېړني موخې ته اشاره وشوه، بیا وروسته څېړونکي د برېښنا د تولید په برخه کې وویل: زموږ ګران هېواد نږدې د سیندونو M3 MLD 55 میلیارد متر مکعبه کـلنی دبـت او ټول MW 23000 میګا واټ انرژیتیک پوټینشل لري. له یاد شوي پوټینشل څخه یوازې MW 345 یا %1,5 سلنه توان په برېښنایي سټیشنونو کې (د پخواني شوروي اتحاد، امریکا، چین، جرمني، هندوستان، انګلستان، ... په مرسته) تر لاسه شوی چې په هېڅ صورت سره د هوساینې، خدماتي، صنعتي، ... برېښنا رسونې بسنه نه کوي. بله دا چې د سیندونو له نوموړي دبت څخه ناڅيزه کرنیزه ګټه پورته کېږي، دا ځکه چې د هېواد تقریباً ټولې اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بې له کومې ګټې څخه درومي.

پورتنیو ستـونزو ته په کتو سره، څرنګه کولای شو د سیندونو په تلونو کـې پاتې نور ویده پوټینشل (MW 22680) په علمي تخنیکي بڼه پکار واچوو ترڅو له هغه څخه د اوبو سترې زېرمې رامنځته کړو چې وروسته بیا ډاډمنه کرنیزه – تخنیکي – انرژیتیکي – صنعتي – اقتصادي په ځان بسیاینه ترلاسه کړو چې له دې سره جوخت به هېواد د ژوند پاک چاپېریال او د سمسورتیا بېلګه وګرځي، یعنی ټولې خاره ځمکې او دښتې به خړوب شي؛ د اوبو او برېښنا کلنی سرانه لګښت به زیات شي؛ ځنګلونه به شکل ونیسي او د ځمکې لاندې اوبه به پیاوړې او اقلیمي تغییرات به رامنځته شي؛ هېوادوال به له نېستۍ، لوږې او تندې څخه وژغورل شي.

لنډه دا چې د پردیو د برېښنا انرژۍ د خرڅلاو له اړتیا څخه به بېغمه شو. همدارنګه له هره اړخه خوندي افغانستان رامنځته او د صنعتي کېدو مرحلې ته به رسېږي، آن تر دې چې د برېښنا او کرنیزو توکو د صادرېدو زمینه به برابره شي.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه وویل شول او کنفرانس د ارزونې د کمیسیون له لوري د رایو په اتفاق مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS