څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډميسين علمي رتبې نمانځغونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۲۷
څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني

د افغانستان په علومو اکاډمي کې څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډمیسین علمي رتبې د ورکولو نمانځغونډه د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ په ۷/۱۱/۱۴۴۵هـ. ق = ۲۵/ ۲/ ۱۴۰۳ل نېټه جوړه شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه، وروسته د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه محمد یاسین فرهمند د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې د زراعت انسټیټوټ آمر څېړنپوه محمد میا مرهون له لوري د اکاډمي له خوا د څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډمیسین علمي رتبې وړاندیز او د رئ یس ال وزراء د منظورۍ حکم ولوستل شو.

ورپسې د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ ال.حدیث مولوي امی.رجان ثاقب د کاندید اکاډمیسین علمي رتبې په علمي ارزښت او د ورکړې په قانوني څرنګوالي وغږېد. ده وویل: د علومو اکاډمي په تاریخ کې تر ډېره د کاندید اکاډمیسین او اکاډميسین رتبې په افتخاري شکل ورکول شوې دي، مګر د ا.ا.ا په راتګ سره دا بهیر له کومې سلیقې پرته پیل شو او ښاغلي دوکتور سید محی الدین هاشمي صاحب ته د اکاډمیسین د علمي رتبې تر ورکولو وروسته حسیني صاحب د آثارو تر دقیقې ارزونې وروسته، نوموړی د دغې رتبې مستحق وګڼل شو.

د هغه په وينا، له دې وروسته به دا بهیر په عادي ډول روان وي او مستحقو علمي او اکاډميکو شخصيتونو ته به د اصولو او قوانینو مطابق دا رتبه ورکول کېږي.

د علومو اکاډمي اکاډمیسین دوکتور سید محي الدین هاشمي د دغې علمي رتبې د ورکړې په پروسیجر او د مراحلو د طی کولو په اړه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د علومو اکاډمي په تیر تاریخ کې دغه رتبه تر ډېره د وخت د سیاسي حاکمانو له خوا په افتخاري بڼه ځینو اشخاصو ته ورکول شوې وه چې په دې کسانو کې ځينې کسان مستحق او ځينو نورو سره بیا د سياسي سليقې له مخې چلند شوی دی؛ خو ښاغلي حسيني صاحب ته د کاندید اکاډميسینۍ رتبه له قانوني پړاونو تېرولو وروسته ورکړل شوه.

په غونډه کې څېړنپوه محمد نبي صلاحي هم خبرې وکړې، هغه حسیني صاحب ته د دې رتبې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې څېړونکي باید په پوره صداقت او امانتدارۍ خپلو څېړنو ته په احسنه توګه دوام ورکړي او ښه به دا وي چې د بل چا د وینا د ذکر کولو پرځای خپله څېړنه وکړي او ټولنې ته خدمت وکړ.

په پای کې اکاډمیسین دوکتور سکندر حسیني د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او هغه څېړنې او لاسته راوړې چې ښاغلي حسیني د زراعت په برخه کې په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر ترسره کړې وې او په نړيوالو ژورنالونو کې خپرې شوې وې رڼا واچوله او ژمنه يې وکړه چې د تېر په شان به یې ټول کار له قلم او لیکلو سره وي او له دې لارې به هېوادوالو ته لا ډېر خدمت کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS