د افغانستان په علومو اکاډمي کې د شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب د علمي غړیتوب او څېړنپوه/ سرمحقق علمي رتبې په ویاړ غونډه جوړه شوه؛

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۰:۳۵
د افغانستان په علومو اکاډمي کې د شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب د علمي غړیتوب او څېړنپوه/ سرمحقق علمي رتبې په ویاړ غونډه جوړه شوه؛

غونډه د پل خشتي لرغوني او مرکزي جامع جومات د امام قاري فرید الله غفوري له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب پرانیستونکې وینا وکړه او د غونډې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه.

وروسته د غونډې ګډونوالو ته د څېړندوی ضیاءالحق سیند له خوا د شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د علمي رتبې د وړاندیز او حکم متن ولوستل شو، ورپسې د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب ژوند لیک ولوست.
بیا د مرکزي جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث مولوي عزیز الله دروېش د ښاغلي ثاقب د ژوند په علمي، فرهنګي، ټولنیز او جهادي اړخونو باندې باندې رڼا واچوله او ورپسې د کابل د علماو شورا رئیس خلیفه دین محمد صاحب د علم د ارزښت او اهمیت په اړه وینا وکړه او ترڅنګ یې د ښاغلي ثاقب صاحب په علمي او جهادي اړخونو باندې خبرې وکړې او د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلي شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب د افغانستان د تاریخي او علمي مقام په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

د غونډې په پای کې د علومو اکاډمي د مشرتابه  له لوري د شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په ګډون د چارو د ادارې رئیس نور الحق انور او د ښار جوړونې وزیر مولوي حمد الله نعماني په لاسونو ښاغلي شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب ته د څېړنپوه (سرمحقق) علمي رتبې سند ورکړل شو.
د علومو اکاډمي د ټاکل شوي علمي کمیسیون له لوري د شیخ الحدیث قضاوتپوه دکتور نور محمد ثاقب د علمي _ تحقیقي آثارو له ارزونې وروسته نوموړي ته د څېړنپوه علمي رتبه او د علومو اکاډمي علمي غړیتوب ورکړل شو.

غونډه د شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل رحماني په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS