کالم لیکنه او د هېواد په مطبوعاتو کې یې څرنګوالی

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
څېړنیار عالم جان ژمن

«علمي - تحقیقي کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د معاونیت د ټولنیزو علومو د ریاست د ژورنالیزم انستیتوت علمي غړي څېړنیار عالم جان ژمن د «کالم لیکنه او د هېواد په مطبوعاتو کې یې څرنګوالی» ترسرلیک لاندې علمي-څېړنیز سیمینار وړاندې کړ.

په دې څېړنیز سیمنیار کې ښاغلي څېړنیار وویل چې کالم هغه شنونکې لیکنه ده چې په ورځنیو ژورو، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، خبري، ادبي او نورو موضوعاتو د یوه ځانګړي عمومي سرلیک لاندې د لیکوال له نوم سره یو ځای هره ورځ یا په اوونۍ کې څو ځلې د کالمونو په شکل خپرېږي چې په زیاترو رسنیو کې د اوونۍ په وروستیو ګڼو کې چاپ کېږي. په چاپي او انلاین رسنیو کې کالمونه له خلکو سره د فکري اړیکو، د موضوعاتو په اړه د متخصصو اشخاصو د نظر څرګندولو او یوې مهمې مسئلې ته د اهمیت ورکولو په موخه چې یاده ستونزه حل شي، په حساسو ملي او هېوادنیو مسایلو کې د عامه خلکو د احساساتو د انځورولو او د عام ولس د رواني امنیت د سکون په موخه او د حالاتو او واقعیتونو د تجزیې په مرسته د فکرونو د لار ښوونې په موخه لیکل کېږي.

په یاد علمي-څېړنیز کنفرانس کې ټینګار وشو چې د چاپي او انلاین رسنیو مسوول مدیران دې د موضوع له مخې متنوع کالمونو ته مخ کړي ترڅو مطبوعات مو په دیني، قانوني، اقتصادي، طبي، د انساني ژوند د غوښتنو، د لوبو، د ستور پېژندنې کالمونو او همدارنګه د اسلوب له مخې طنزیه، فکري، اقتباسي او د راغلي لیکونو کالمونو باندې مسلکي تشې له منځه ولاړې شي او په دې توګه له یوې خوا به د هېواد او ژوند د بېلابېلو برخو ستونزو ته مسلکي حل لارې وړاندې شوي وي او له بلې خوا به د ورځپاڼې د پلور او د ورځپاڼې د لوست فرهنګ ورسره پیاوړی شي. د سیمینار په وروستۍ برخه کې یې دا وړاندیز وکړ چې په ورځپاڼو او انلاین رسنیو کې د کالم نشتون یوه مسلکي تشه ده او هیله ده چې د رسنیو مسوول مدیران دغې مسلکي تشې د پوره کولو لپاره پام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS