شاهي تاریخ (تاریخ سلاطین افاغنه) چاپ شو

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۴:۲۷
شاهي تاریخ (تاریخ سلاطین افاغنه) چاپ شو

 شاهي تاریخ چې په هند کې د پښتنو واکمنانو (لودیانو او سوریانو) مفصل تاریخ دی، د پښتو مؤرخ احمد یادګار په هند کې د مغولي واکمن جلال الدین اکبر د واکمنۍ په زمانه کې (۱۰۲۰ هـ ق کال) په دري ژبه لیکلی او ښاغلي محمد الله ساپي پښتو ته را ژباړلی دی. دغه اثر د ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم په میاشت کې د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په وزیري کچه (۴۰۸) مخونو کې په ښکلي کچه او صحافت چاپ شو.

اثر د اکاډمیسين دکتور سید محي الدین هاشمي په مفصله سریزه چې د کتاب د منځپانګې، لیکوال او ژباړن د پېژندنو په باب هر اړخیزه معلومات لري، پيلېږي او بیا په ترتیب سره په هندوستان کې د پښتنو واکمنانو کورنیو (لودیانو او سوریانو) د واکمنانو (بهلول لودي، سلطان سکندر لودي، ابراهیم لودي، شېرشاه سوري، اسلام شاه سوري، فیروز شاه، ابراهیم شاه او سکندر شاه سوري) د واکمنیو پېښې په تفصیل سره راغلي او په ضمني توګه یې په هند کې د ځينو مغلي واکمنو (ظهير الدین بابر او محمد همایون) چې په هندوستان کې یې د لودیانو او سوریانو واکمنۍ پای ته ورسولې او د مغولي امپراتورۍ بنسټ یې کېښود، د واکمنیو ځينې تاریخي پېښې هم په لنډيز سره راوړې دي.

دغه تاریخ په هندوستان کې د پښتنو د تاریخ د دوو ځلاندو بابونو (لودیانو او سوریانو) د واکمنیو د لوړتیا او ځوړتیا د لاملونو او پېښو په باب لوستونکو ته ځينې داسې ګټور معلومات په واک کې ورکوي، چې هغه په نورو تاریخونو کې په دغسې مناسب تفصیل سره نه دي راغلي. په ځانګړې توګه د لودي واکمنۍ د پرتم او بیا رانسکورېدو، مغولي بابر واک ته د رسېدو د لومړیو کلونو پېښې، د سوري شېرشاه واک ته رسېدل، د هغه د ژوند د وروستیو وختونو حالات، د سوري واکمنۍ د زوال پیلامه، دویم ځل لپاره د همایون واک ته رسېدل او له هغه وروسته یې د زوی (جلال الدین اکبر) د واکمنۍ د لومړیو کلونو پېښې په کې وړاندې شوې دي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-11/%D8%B4%D8%A7%D9%87%D9%8A%20%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE%20%28%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE%20%D8%B3%D9%84%D8%A7%D8%B7%DB%8C%D9%86%20%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87%29.pdf

 

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS