په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۶:۴۰
په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه

(علمي ـ څیړنیز سیمینار )

کابل: د ۱۴۰۱ د زمري د میاشتې پر ۹ نېټه، سهار ۱۰:۰۰ بجې «په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو د مرکز له خوا د علامه احمد علي کهزاد د کنفرانسونو په تالار کې علمي ــ څېړنیز سیمینار جوړ شو.

غوڼده د مولوي رحمت الله مخلص له خوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، له تلاوت وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود عالمانه وینا وکړه ورپسې دریاست الوزرا ویاند قاري محمد یوسف احمدي، د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن آخند پیغام ولوست. د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دکتور لطف الله خیرخوا وینا وکړه او همدارنګه له بېلابېلو ادارو څخه را رسېدلي پیغامونه ولوستل شول.

د سیمینار دوهمه برخه علمي ــ څېړنیزو مقالو ته ځانګړې شوې وه. د یادولو وړ ده چې د نوموړي علمي ــ څېړنیز سیمینار لپاره ټولې (۹) عنوانه علمي څېړنیړې مقالې لیکل شوې وې، چې د وخت د کمښت له امله یواځې (۶) علمي ــ تحقیقي مقالې د پوهانو له خوا ولوستل شوې، چې سرلیکونه یې په لاندې ډول دي:

۱ ــ ښه حکومتولي او پایښت لرونکی پرمختګ. ۲ ــ پیشینه تاریخي انکشاف پایدار. ۳ ــ په اسلامي اقتصاد کې د دولت مداخله د شریعت په رڼا کې. ۴ ــ چالشها، فرصتها و راهکارهای تطبیق اهداف انکشاف پایدار در افغانستان. ۵ ــ نقش بانکداری اسلامی د انکشاف پایدار اقتصادی. ۶ ــ ارزیابی انرژی قابل تجدید در انکشاف پایدار در کشور. ۷ ــ سیاسي پرمختیا او افغانستان. ۸ ــ نقش ګردشګری در انکشاف اقتصاد پایدار افغانستان. ۹ ــ نقش سکتور زراعت در انکشاف پایدار.

په مقالو کې د پایښت لرونکي پرمختګ په بېلابېل اړخونه رڼا واچول شوه او همدارنګه د سیمینار ګډونوالو په خپلو ارزښتمنو او علمي نظریاتو سره وړاندې شوي موضوعات بشپړ او بډایه کړل.

د پرېکړه لیک په صادرولو او د سیمینار له ارزونې وروسته په دعائیې سره سیمینار پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS