د علامه اکاډمیسین عبدالشکور رشاد د سلمې کالیزې په مناسبت د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمیسیون غونډه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۳:۴۸
د علامه اکاډمیسین عبدالشکور رشاد د سلمې کالیزې په مناسبت د علمي – څېړنیز سیمینار د علمي کمیسیون غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د هېواد د نومیالي لیکوال، څېړونکي او ژبپوه علامه اکاډميسین عبدالشکور رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې په مناسبت علمي – څېړنیز سمینار جوړوي.

په همدې مناسبت د یاد سیمینار د علمي کمیسیون ناسته نن (شنبه) د علومو اکاډمي د علمي غړو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استازي په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د سیمینار پر تدارکاتي موضوعاتو سربېره د سیمینار لپاره د مقالو پر سرلیکونو او د استاد رشاد د آثارو پر چاپولو او داسې نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۵۸
Background image

بررسی برنامه های تربیتی مریدان از دیدگاه امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله

معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمي علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (بررسی برنامه های تربیتی مریدان از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

« بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» د علمي - څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه « بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» تر سرلیک لاندې د علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه ده چې یاد سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۰
Background image

پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو د انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیاد بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې. . .

BACK TO NEWS