د امام بخاري(رح) او امام ترمذي (رح) د علمي او معنوي مقام په اړه د جوړېدونكي علمي څېړنيز نړيوال سيمينار د تدویر كمېسيون غونډه وشوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۴:۵۴
د امام بخاري(رح) او امام ترمذي (رح) د علمي او معنوي مقام په اړه د جوړېدونكي علمي څېړنيز نړيوال سيمينار د تدویر كمېسيون غونډه وشوه

په دې غونډه كې چې مشري يې د افغانستان د علومو اكاډمي رئيس څېړنپوه دكتور عبدالظاهر شكيب كوله او د جمهوري رياست د دفتر د عالي مقام استازي، د ولسمر د فرهنګي چارو سلاكار استاد اسدالله غضنفر ، د حج او اوقافو وزارت استازي ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي ، د كابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استادانو ، د علماوو شورا استازي او د علومو اكاډمي د اسلامي علومو د معاونيت استادانو ګډون كړى و ، غونډه د قران كريم د څو مباركو آياتو په تلاوت پيل شوه ، وروسته دكتور شكيب د سيمينار په اړه اړوند معلومات وړاندې كړل ، ترڅنګ يې د غونډې د ګډونوالو نظريات هم شريك شول . په دې غونډه كې د امام بخاري او امام ترمذي په اړه د شپاړس عنوانه ليكل شوو او ترجمه شوو اثارو د چاپ په اړه پرېكړه وشوه ، دغه اثار به په پښتو ، دري او اوزبکي ژبه چاپ شي، همدارنګه د سيمينار لپاره د ليكل كېدونكو مقالو د عناوينو په اړه هم هر اړخيز بحث وشو او تر شلو زيات سرليكونه ومنل شول او پرېكړه وشوه چې ددې سيمينار لپاره دې د سيمې د اسلامي هېوادونو نخبۀ علماء هم راوغوښتل شي ، همدارنګه د سيمينار په اړه دې د دوست هيواد ازبكستان سره هم هماهنګي وشي ، په سيمينار كې د علمي كمېسيون ، تداركاتي كميسيون ، تشريفاتي او فرهنګي كمېسينونو په جوړېدو هم توافق وشو ، همدارنګه د سيمينار لپاره اړوندو كمېسونونو ته دندې وسپارل شوې ، تر څو ټول كارونه پر وخت او موقع تر سره شي ، بايد يادونه وكړو چې د اړوندو كمېسيونو غونډې به په دوامداره توګه ترسره كېږي او د سيمينار د تدوير د كمېسيون پرېكړې به تعقيبېږي . تر څو سيمينار په ښه شان او وقار ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS