څېړنپوه دکتور هاشمي ته د اکاډميسين علمي رتبې وياړغونډه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۵:۲۵
څېړنپوه دکتور هاشمي ته د اکاډميسين علمي رتبې وياړغونډه

د افغانستان علومو اکاډمي کې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي ته د اکاډمیسین علمي رتبې د ورکولو ویاړغونډه د یکشنبې په ورځ په ۲۳/۱/۱۴۴۴هـ. ق = ۳۰/۵/۱۴۰۱هـ. ش نېټه جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمۍ د دفتر رئیس ښاغلي شوکت الله عابد له لوري د اکاډمي له خوا څېړنپوه سید محی الدین هاشمي ته د اکاډمیسین علمي رتبې وړاندې شوی پيشنهاد او د رئ یس ال وزراء د منظورۍ حکم ولوستل شو. ورپسې د علومو اکاډمۍ لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د اکاډمیسین علمي رتبې په علمي ارزښت او د ورکړې په قانوني څرنګوالي وغږېد. ده وویل: د علومو اکاډمي په تاریخ کې تر ډېره د اکاډميسني رتبه په افتخاري شکل ورکول شوې ده، خو په قانوني او اصولي بڼه د دې رتبې د ورکړې په پروسیجر ګرد او خاورې پرتې وې، مګر د ا . ا په راتګ سره دا بهیر پرته له کومې سلیقې پیل شو او د دکتور هاشمي د علمي آثارو تر دقیقې ارزونې وروسته، نوموړی د دغې رتبې مستحق وګڼل شو. د هغه په وينا، له دې وروسته به دا بهیر په عادي ډول روان وي او مستحقو علمي او اکاډميکو شخصيتونو ته به د اصولو او قوانینو مطابق دا رتبه ورکول کېږي. د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي د علومو اکاډمي په قانون کې د دغې علمي رتبې د ورکړې په پروسیجر او د مراحلو د طی کولو په اړه راپور وړاندې کړ. ده زياته کړه، د علومو اکاډمي په تېر تاریخ کې دغه رتبه تر ډېره د وخت د سیاسي حاکمانو له خوا په افتخاري بڼه ځینو اشخاصو ته ورکول شوې وه چې په دې کسانو کې ځينې کسان مستحق او ځينو نورو سره بیا د سياسي سليقې له مخې چلند شوی دی؛ خو ښاغلي هاشمي ته په لومړي ځل د اکاډميسنۍ رتبه له قانوني پړاوونو تېرولو او د عمومي مجمع له دايرېدو وروسته ورکول شوې ده. د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد دکتور عبدالجبار څپاند بیا ښاغلي هاشمي ته د پوهنتون په استازیتوب د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د علومو اکاډمي رهبرۍ ته وړاندیز وکړ چې دا بهیر وغځوي او په هېواد کې د علم او فرهنګ په برخه کې ځینې نور مستحق پوهان او څېړونکي هم له پامه ونه غورځوي. په غونډه کې د کابل مجلې مسئول مدیر څېړنپوه محمد نبي صلاحي او د علومو اکاډمي علمي غړي او ژبپوه څېړنپوه شریف الله خان شریف هم خبرې وکړې. هغوی دواړو له استاد هاشمي سره د ګډ علمي او فرهنګي کار خاطرې له ګډونوالو سره شریکې کړې، په خپله استاد هاشمي او د علومو اکاډمي رهبري ته يې يو لړ مشخص وړانديزونه وکړل. په پای کې اکاډمیسن سید محی الدین هاشمي د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د تېر په شان به یې ټول کار له قلم او لیکلو سره وي او له دې لارې به هېوادوالو ته لا ډېر خدمت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS