په افغانستان کې د اسلامي اقتصادي نظام د تطبیق فرصتونه او ننګونې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۳۱
په افغانستان کې د اسلامي اقتصادي نظام د تطبیق فرصتونه او ننګونې

د افغانستان د علومو اکاډمي د إسلامي علومو معاونیت د إسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو مرکز د معاصرو مسائلو انسټيټیوټ د مالي او پولي ډيپارټمنټ علمي غړي نوماند څېړندوی شاه محمد "موسی زي" د څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې "په افغانستان کې د اسلامي اقتصادي نظام د تطبیق فرصتونه او ننګونې" څخه د إسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو مرکز کې د علماوو، پوهانو او څېړونکو په حضور کې دفاع وکړه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوندلیک، د لارښود استاد نظر ولوستل شول، وروسته څېړونکي خپله علمي – څېړنیزه موضوع په ټاکلي وخت کې وړاندې کړه، د حاضرینو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې د ټاکل شوي کمیسیون له لورې وړاندې شوې دفاع مهمه، مثبته او د رایو په اتفاق سره تائید او ومنل شوه.

دغه علمي – څېړنیزه رساله چې په څلورو څپرکیو کې بشپړه شوې، په لومړي څپرکې چې د موضوع شالید په اړه دی، په کې د اسلامي اقتصادي نظام د تاریخ مختلف پړاوونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دورې څخه رانیولي تر عثماني خلافت پورې، څېړل شوي. په دوهم څپرکې کې اقتصادي نظامونه او د هغوی نیمګرتیاوې، اسلامي اقتصادي نظام او ځانګړتیاوې یې او د افغانستان اقتصادي وضعیت تشریح شوی، په درېیم څپرکې کې په اوسنيو شرایطو کې په افغانستان کې د اسلامي اقتصادي نظام د تطبیق پر وړاندې شته فرصتونه بحث او څېړل شوي. په څلورم څپرکې کې په افغانستان کې د اسلامي اقتصادي نظام د تطبیق پر وړاندې ننګونو په اړه بحث او څېړنه شوې او د حل لارې وړاندې شوي دي. دا څېړنه د پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو په راوړلو سره پای ته رسېدلې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS