په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې يې ونډه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۵:۲
امر بالمعروف او نهی عن المنکر

«علمي او څېړنیز سیمینار»

 

«په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې يې ونډه» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز سیمینار د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت په نوښت په ۲۲/۴/۱۴۴۴ هـ ق= ۲۵/۸/۱۴۰۱ هـ. ش نېټه دائر شو.

یاد سیمنار د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. ور پسې د ا.ا.ا د ری.است ال.وزراء رالېږلی پیغام او نور رااستول شوي پیغامونه یو په بل پسې ولوستل شول.

سیمینار چې د علومو اکاډمي د پوهانو او نورو علمي ادارو د دیني عالمانو، استادانو، متنفذینو، محقیقینو په ګډون جوړ شوی و، دیني عالمانو او د مربوطه ارګانونو چارواکو په کې علمي او ګټورې ویناوې وکړې. پر دې برسیره د سیمینار په اړه علمي-څېړنېزې مقالې د پوهانو له خوا وړاندې شوې.

د سیمینار په پای کې د پرېکړه‌لیک په توګه د ګډون کوونکو له خوا لاندې مواد تصویب او اړونده مراجعو ته وړاندیز شو:

۱د امر بالمعروف او نهې عن المنکر په اړه د اسلامي هېوادونو هغه تجربې چې زیات کلونه ورباندې تېر شوي دي، ستره پانګه بلل کېږي، باید د هغوی له شرعې قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو څخه د هېواد له شرایطو سره سمه استفاده تر سره شي.

۲په هېواد کې زیات شمېر داسې دیني، دعوتي او ټولنيز بنسټونه شته چې د امر بالمعروف دنده په تطوعي توګه ترسره کوي، د دغو جماعتونو له بشري قوت څخه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تر قیادت لاندې استفاده کول د اسلامې نظام د پیاوړتیا او استقرار ذریعه کېدای شي.

۳کوم کسان چې دعوت یا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظیفه ترسره کوي، باید خپلو خبرو، عملونو او اخلاقو ته ډېره زیاته پاملرنه وکړي او د خلکو لپاره قدوه جوړ شي.

۴د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دندې د ښه پرمختګ لپاره اړینه ده چې د امر بالمعروف وزارت تقویه شي او له نورو ادارو سره اوږه په اوږه په ټولو اړینو ساحو کې کار وکړي.

۵- هڅه باید وشي چې د نهي عن المنکر کارکوونکي نهيه په معروفه طریقه وکړي.

۶د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت په تشکیل کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د کارکوونکو د ښې روزنې او تدریب په موخه یو انستیتوت ایجاد شي.

۷د امر بالمعروف وزارت د کارکوونکو لپاره لنډمهاله تدریبي او روزنيز پروګرامونه جوړ شي، ترڅو دا وظیفه په سمه توګه سرته ورسوي.

۸ـ د اسلامي نظام د تداوم او بقا په خاطر له ترحم او زغم سره د امر بالمعروف چارې پر مخ وړل د وخت اړتیا ده.

۹د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په عملي کولو کې دې له جائزو معاصرو وسایلو څخه هم اعظمي استفاده وشي.

۱۰د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دندې لپاره باید له اصولو څخه خبر او د ښه معلوماتو لرونکو افرادو په ګمارنه کې جدیت وشي.

۱۱د دغه سیمینار ټولګه دې د امر بالمعروف، نهي عن المنکراو سمع شکایاتو محترم وزارت له خوا په لوی تېراژ چاپ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS