د کوشاني څېړنو مجلې نوې ګڼه (۳۲) چاپ شوه!

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۴۷
د کوشاني څېړنو مجلې نوې ګڼه (۳۲) چاپ شوه!

د کوشاني څېړنو؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي – څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوه او اوس مهال یې ۳۲ ګڼه له چاپه راووته.

په دغه علمي- څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي – څېړنیزې مقالې او مطالب چاپ او نشر کېږي چې د علومو اکادمۍ د علمي غړو، پوهنتونونو استادانو او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې مسلکي کارکوونکو له لوري د کوشاني سترواکۍ په اړه لیکل کېږي.

نو په دغه ګڼه (پرله پسې۳۲مه یا د ۱۴۰۳لمریز کال لومړۍ او دویمه شمېره په یو ټوک) کې لاندې علمي- څېړنیز مطالب نشر شوي دي:

1. نگاهی به کتیبۀ دشت ناور غزنی از دید باستانشناسی )سرمحقق فایقه لحظه فیضی)؛

۲. تأثیر هنر هلنستیک در افغانستان (مترجم: معاون سرمحقق علی احمد جعفری)؛

3. شواهد سکه‌شناسی و تاریخ کنشکای اول "بخش دوم/آخر" (مترجم: محقق ستوری شمس مایار) ؛

4. بررسی سکه‌های مکشوفۀ ساحۀ باستانی شیوکی (سید حسین برهانی)؛

5. بررسی شواهد معماری دورۀ کوشانی در بالاحصار کابل (سرور هدایت و حفیظ‌الله حازم)؛

6. بررسی فعالیت‌های صنعتی دوره کوشانی در ساحۀ باستانی مس عینک (سلطان مسعود مرادی)؛

7. کاوش‌ها و فعالیت‌های حفاظتی اخیر در زون دهم و چهاردهم ساحۀ باستانی تپه نارنج (عبدالرحمن نوری)؛

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-03/Koshanian%20quarterly%20journal%20no.%201-2%20Year%201403.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS