د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی
د افغانستان د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې (۴۰٪) تخفیف د یوی اونۍ لپاره اعلانوي. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په هېواد کې د یوازینۍ معتبرې څېړنیزې ادارې په توګه د هېواد په رسمي ژبو، د بېلابېلو علومو په برخه کې علمي- څېړنیز کتابونه، مجلې او جریدې خپروي. د اړوندو څانګو څانګوال، څېړونکي، زدهکوونکي، محصلان او عام لوستونکي کولای شي هر وخت دغه کتابونه په مناسبه بیه د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د کتابونو د توزیع له څانګې څخه ترلاسه کړي.
د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی. تاسو کولای شئ چې له دې فرصت څخه ګټه واخلئ.
یادونه:
تاسې کولای شئ چې دغه کتابونه، مجلې او جرېدې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اړوند کتاب پلورنځي څخه په ۴۰٪ تخفیف ترلاسه کړئ.
كابل - افغانستان، نوى ښار، د شاه بوبو جان جومات ترڅنګ
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
