د پشه‌يي ژبې فونولوژي او مورفولوژي

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
د پشه‌يي ژبې فونولوژي او مورفولوژي

نن یوه‌نۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۴ل کال د کب (حوت) میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی فريدالله فرحان د څېړنوال (Associate Professor) علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې"د پشه‌يي ژبې فونولوژي او  مورفولوژي" څخه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې دفاع وکړه.
دغه دفاعیه غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوندلیک، د لارښود استاد ګزارش او تقریظونه وړاندې شول او وروسته څېړونکي په ټاکلي وخت له خپلې علمي- څېړنیزې موضوع څخه د څېړونکو، پوهانو او استادانو په حضور کې دفاع وکړه.
د دې علمي- څېړنیزې پروژې د دفاعیه غونډې په پیل کې سریزه، د څېړنې اهمیت او مبرمیت، د څېړنې موخه او د څېړنې ډول او مېتود وړاندې شول.
دغه علمي- څېړنیزه پروژه په څلورو څپرکو کې بشپړه شوې وه چې څېړونکي په لومړي څپرکي کې له علمي اصولو سره سم د موضوع پر شالید بحث او خبرې وکړې او د بېلابېلو بهرنیو او کورنیو څېړونکو، پوهانو او لیکوالو آثار او څېړنې چې د موضوع په اړه پخوا ترسره شوې وې، په انتقادي او ارزوونکي ډول معرفي شوې.
په دویم څپرکي کې «د پشه‌یانو او پشه‌يي ژبې لنډه پېژندنه» تر سرلیک لاندې د پشه‌يانو پر پېژندنه، د پشه‌یانو پر مېشتځایونو او د پشه‌یي ژبې پر پېژندنه په ترتیب سره لازم او کافي بحث وشو.
په درېیم څپرکي کې  د «پشه‌یي ژبې فونولوژي» تر سرلیک لاندې د پشه‌يي ژبې د فونیمونو پر پېژندنه او ډولونو، لکه: خپلواکو غږونو، بېواکو غږونو، نیمواکو غږونو باندې بحث وشو او د دې ژبې هر غږ په کې په تفصیلي ډول تشریح او واضح شو.
په څلورم څپرکي کې څېړونکي د ګرامر د یوې برخې په توګه د مورفولوژي پر پېژندنې سربیره د پشه‌يي ژبې د خپلواکو مورفیمونو له ډلې په نوم، ضمیر، صفت، عدد، فعل، قید او مصدر باندې په هر اړخیز ډول بحث وکړ او د پشه‌یي ژبې د خپلواکو مورفیمونو ډولونه، ګرداني اړخونه او ګرامري ځانګړنې یې له علمي اصولو سره سم تشـریح او روښانه کړل، د همدې بحثونو په لړ کې څېړونکي د پشه‌يي ژبې د ناخپلواکو مورفیمونو، لکه: سربلونه او اوستربلونه، ادات او تاړي له خپلو بېلابېلو ډولونو سره روښانه او تشریح کړل او د دې ژبې د ناخپلواکو مورفیمونو پر ځينو ځانګړنو یې بحث وکړ.
د څېړنې په وروستۍ برخه کې څېړونکي له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه وړاندې کړل او د پوهانو، څېړونکو او استادانو پوښتنو ته یې مقنع ځوابونه ورکړل. په پای کې دغه پروژه د دفاع د ټاکل شوي کمېسیون له لوري رایو په اتفاق تائيد او ومنل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS