د مفرور ناول کره‌کتنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۲
د مفرور ناول کره‌کتنه

علمي- څېړنیز کنفرانس
د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت، د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې علمي غړي څېړنوال سيد نظیم سیدي ((د مفرور ناول کره‌کتنه)) په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۰ل کال د کب د میاشتې پر ۲۳مه نېټه وړاندې کړ.
د نوموړي علمي- څېړنیز کنفرانس هدف د مفرور ناول کره کتنه وه، چې د مفرور ناول پر جوړښت او منځپانګه خبرې وشوې او د کره‌‌کتنې له غوښتنو سره سم د نوموړي ناول ښې خواوې او نیمګړتیاوې په ګوته شوې.
په پای کې د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رایو په اتفاق مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS