د مسلکي زده کړو نه لرونکو تخنیکي وړتیا لرونکو سره د مرستې فرصت

Ezatullah_admin
خبرتیا

د افغانستان علومو اکاډمي د نوښتګرو د ملاتړ او تشویق په موخه اعلان کوي چې له هغو کسانو سره علمي او تخنیکي همکاري ته چمتو ده چې د پام‌وړ کشفیاتو، اختراعاتو او ابتکاراتو درلودونکي وي. دا همکاري به د دوی د لاسته راوړنو د ارزونې، څېړنې او تثبیت په برخه کې ترسره شي.

له همدې امله له ټولو هغو نوښتګرو او مخترعینو څخه، چې علمي او تخنیکي لاسته راوړنې لري او اړین شرایط پوره کوي، غوښتنه کېږي چې د اړوندو معلوماتو او اسنادو د وړاندې کولو لپاره د افغانستان د علومو اکاډمي د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو مرکز ته مراجعه وکړي.

اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ژبې آزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د تیرې دوه‌نې (دوشنبې) ورځي ( 20/تلې/۱۴۰۵) نېټې د علومو اکاډمي د کادري بستونو نوماندانو د ژبې آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د کادري بستونو د ژبې ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د علومو اکاډمۍ د کادري ازموینې کمېټه په مسلکي ازموینه کې له بریالي شوو نوماندانو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوه‌نۍ (دوشنبې) په ورځ د ژبې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د تېرې چهارشنبې ورځې د کادري بستونو دآزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو، ځمکپوهنې، ټولنیزو علومو، سیمه‌ییزو مطالعاتو او ژبو او ادبیاتو مرکزونو د چهارشنبې ورځي ( 8/تلې/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په . . .

Back to announcements